Homeخبرونهشل اوره نړیوال جام: جنوبي افریقا په نسبتاً لوی توپیر نیوزلنډ ته...

شل اوره نړیوال جام: جنوبي افریقا په نسبتاً لوی توپیر نیوزلنډ ته ماتې ورکړه

تاند (شنبه د سلواغې ـ دلوې  ۲۵مه) ‏د کرکټ د نړیوال شل اوره جام سیالیو په دوام کې نن جنوبي اقریقا په ۷ ویکټونو او ۱۷ توپونو نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه.

 ایرلنډ د دې جام دتاریخ دوهم ستر هدف عمان ته ورکړ

دا سیالي ایرلنډ په ۹۶ منډو وګټله.

د ۲۰۲۶ م کال د کرکټ شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن شنبه ایرلنډ ، عمان ته ددې جام د تاریخ تر ټولو دوهم ستر هدف ورکړ.

دغه هدف په ۲۰ اورو کې ۲۳۶ منډې وې.

ایرلنډ لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په زیان سیالې لوبډلې ته د ۲۳۶ منډو ستر هدف ورکړ.

د ایرلنډ لوبډلمشر لورکان ټکر د عمان پر وړاندې ۹۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

عمان بیا  د ټولو لوبغاړو په زیان یوازې ۱۳۹ منډې وکړې او لوبه یې د ۹۶ منډو په توپير ایرلنډ ته وبایلله.

د شل اوره کرکټ نړیوالو جامونو لومړنی ستر هدف بیا سرېلانکا، کینیا ته ټاکلی وو چې، ۲۶۱ منډې وې.

په روان شل اوریز نړیوال جام کې نن شنبه دغه راز بیا د سکاټلنډ او انګلنډ ترمنځ لوبه روانه ده او بله لوبه بیا د نیوزلنډ او جنوبي افریقا د لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...