شنبه, فبروري 14, 2026
Homeخبرونهذ مجاهد: د پاکستاني چارواکو خبرې موږ ته اهمیت نه لري

ذ مجاهد: د پاکستاني چارواکو خبرې موږ ته اهمیت نه لري

تاند ( شنبه د سلواغې ـ دلوې  ۲۵مه) ‏  د طالبانو د حکومت  وياند ذبیح‌الله مجاهد، د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې بې‌اساسه وبللې او زیاته یې کړه چې، د دغه هېواد د چارواکو خبرو ته هېڅ اهمیت نه ورکوي.

مجاهد په خپله تازه مرکه کې دغه څرګندونې کړې دي.

هغه په دې مرکه کې ټینګار وکړ چې دوی یوازې د خپل هېواد له ملي حاکمیت او خاورې څخه دفاع ته ژمن دي.

مجاهد ویلي چې په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت ځینو چارواکو د افغانستان د حکومت پر ضد ناسم تبلیغات او بې‌بنسټه تورونه پیل کړي چې، په وینا یې د دغو څرګندونو تر شا اصلي هدف د افغانستان پر وړاندې د یوې منفي فضا رامنځته کول دي او دوی دغه تورونه په کلکه ردوي.

دا څرګندونې داسې مهال سره تبادله کېږي چې، چې په دې وروستیو کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ په سرحدي او سیاسي مسایلو کې لفظي شخړې زیاتې شوي.

د طالبانو حکومت ټینګار کوي چې د سیمې امنیت د یو بل تورنولو په ځای په ريښتینې همکارۍ کې دی نه په بېځایه تورونو کې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د برلین فلم فیستوال؛ نو ګوډ مین فلم ته کتنه

نو ګوډ مین No Good Men (ښه سړي نه شته) فلم د برلین په فلم فیستوال کې نندارې ته وړاندې شوی دی او یو...