Homeخبرونهراتلونکې روژې لپاره د کارکوونکو  د کار د پيل او پای وختونه...

راتلونکې روژې لپاره د کارکوونکو  د کار د پيل او پای وختونه مشخص شول

تاند ( شنبه د سلواغې ـ دلوې  ۲۵مه) ‏د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي چې، د راتلونکې روژې په مبارکه میاشت کې یې د مرکز او ولایتونو په کچه د ادارو د کارکوونکو د کار د پیل او پای وختونه مشخص کړل.

یاد وزارت د خپرې شوې خبرتیا له مخې ویلي چې، د روژې په مبارکه میاشت کې به کار د سهار په ۹ بجو پیل او د ماسپښین په ۲ بجو به د ماسپښین تر لمانځه وروسته پای مومي.

په خبرتیا کې له شنبې تر پنجشنبې ټولو ورځو لپاره یاد وختونه ټاکل شوي دي.

سرچېنې زیاته کړې، تولیدي، نشراتي، روغتیايي او تعلیمي ادارې دې د خپلو کاري او اقلیمي شرایطو په پام کې نیولو سره د خپلو کارکوونکو د کار د پیل او پای مهال وېش تنظیم کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...