Homeخبرونهخیبرپښتونخوا څخه د افغان کډوالو د شړلو بهیر چټک شوې

خیبرپښتونخوا څخه د افغان کډوالو د شړلو بهیر چټک شوې

تاند ( شنبه د سلواغې ـ دلوې  ۲۵مه) د خیبر پښتونخوا د لنډي کوتل اوسېدونکي وایي، چې په دغه سیمه کې د افغان کډوالو پر ضد د پاکستاني پوځ او پولیسو روان عملیات نور هم چټک شوي دي.

پاکستاني پولیس وایي چې، په تېرو ۴ ورځو کې یې د افغان کډوالو او هغو کسانو پر ضد څلور قضیې ثبت کړي چې افغانانو ته یې کورونه په کرایه ورکړي دي.

پولیس وایي، د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې لارې تړل شوي او امنیتي پوستې زیاتې شوي دي.

د پولیسو په وینا دا کار یې د دې لپاره کړی، څو د خلکو اسناد په دقیقه توګه وڅېړي او غېرقانونوني خلک له دې ځایه وباسي.

د سرچینې په خبره هغه افغانان چې د میشتیدنې قانوني اسناد نه لري، خبرداری ورکړل شوی چې خپل هېواد ته ستانه شي.

پولیسو ګواښ کړی که یاد کسان تر ټاکلې مودې ونه ووځي، قانوني چلند به ورسره وشي.

همداراز د کورونو مالکانو ته هم خبرداری ورکړل شوی چې که بې‌اسناده افغانانو ته کورونه په کرایه ورکړي، د هغوی پر وړاندې به هم قانوني اقدام وشي.

دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې،بل لورته بیا  د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۶۹۲ کډوالې کورنۍ چې ټول ۳۷۰۴ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته جبري راستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار تورخم، د کندهار سپین بولدک، د هلمند بهرامچې، د هرات اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۶۲۱ کورنۍ چې ۳۳۱۲تنه و، د تورخم له لارې، ۴۴کورنۍ چې ۲۶۸تنه و، د سپین بولدک له لارې، ۱۰ کورنۍ چې ۴۵تنه و، د ورېښمو پله له لارې، ۹کورنۍ چې ۳۸کسان و، د اسلام‌کلا له لارې او ۸ کورنۍ چې ۴۱تنه و، د بهرامچې له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په برلین کې د نوروز جشن نمانځنه

راپور: محبوب الله خان پل فرهنګي او کلتوري ټولنې په برلین کې پسرلنی جشن او نوروز ونمانځه. پل فرهنګي او کلتوري ټولنې د جرمني په پلازمېنه...