تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۵مه) هغه بریتانیايي جوړه چې شاوخوا اووه نیمې میاشتې د طالبانو له خوا په افغانستان کې بنديان ول، وايي چې بریتانیا ته له ستنېدو وروسته یې له سخت کلتوري بدلون (کلچر شاک) سره مخامخ شوي دي.
پیټر رینولډز چې ۸۰ کلن دی او د هغه مېرمن باربي رینولډز چې ۷۶ کلنه ده، وایي چې دوی ته هیڅکله ونه ویل شول چې ولې نیول شوي ول او نه هم په دې اړه ورته څه وویل شول چې ولې په سپټمبر میاشت کې خوشې شول.
دا جوړه چې نژدې شل کاله یې په افغانستان کې خیریه کار کاوه، د بيبيسي نیوزنایټ ته ویلي چې په بریتانیا کې خپل وروستی پنځه میاشتې ژوند “بیخي بدل” احساسوي.
باربي وویل:
«څه چې موږ تېر کړي، موږ یې بدل کړي یو. دا تجربې د انسان فکر او نظر بدلوي، او ژوند ته په بل نظر ګورو.»
باربي وویل چې په بامیان ولایت کې د اوسېدو په لړ کې به یې تل حجاب اغوسته او اجازه یې نه لرله چې له خپل مېړه پرته یوازې له کوره ووځي.
هغې زیاته کړه:
«دلته ازادي ډېره جالبه ده؛ خلک ازاد دي چې څه واغوندي او هر ځای چې غواړي ولاړ شي.»
دا جوړه د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه هغه مهال ونیول شوه چې له کابل څخه بامیان ته په یوه کرایه موټر کې روان ول. د دوی ژباړن هم نیول شوی ول، خو وروسته خوشې شو.
طالبانو ویلي چې دې جوړې د افغانستان قوانین مات کړي وو او د قضايي بهیر له بشپړېدو وروسته خوشې شول، خو تر اوسه یې د نیولو اصلي لامل نه دی څرګند کړی.
دوی د قطر په منځګړیتوب خوشې شول، خو پیټر وایي چې د نیولو دلیل یې لا هم “یو بشپړ راز” دی.
پیټر او باربي چې په ۱۹۷۰ کال کې یې په کابل کې واده کړی و، وایي چې دوی په ۱۰ بېلابېلو زندانونو کې ساتل شوي ول او یو وخت یې فکر کاوه چې ښايي اعدام شي.
پیټر وویل:
«زه نه پوهېدم چې باربي ژوندۍ ده که نه.»
باربي وویل چې هغې له ۲۴۰ ښځو سره د محبس په یوه بلاک کې ژوند کاوه او نور بلاکونه هم ول چې ښځې او شاوخوا ۴۰ ماشومان پکې ساتل کېدل.
هغې وویل:
«ځای ډېر تنګ و، یوازې اووه تشنابونه ول، شاورونه به خرابېدل او نالۍ به تل ډکې وې.»
د روژې په میاشت کې به هغې یوازې یو وخت ډوډۍ خوړله، خو له روژې وروسته به هم هماغه اندازه خواړه ورکول کېدل، یوازې په دوه وخته ویشل کېدل.
هغې وویل چې سخت خوارځواکې شوه او کمخوني (انیمیا) ورته پیدا شوه:
«پیټر وویل چې کله یې بیا ولیدلم، داسې ښکارېدم لکه شل کاله مې چې عمر زیات شوی وي.»
طالب چارواکو ویلي چې دې جوړې ته په زندان کې مناسب طبي خدمتونه ورکړل شوي او بشري حقونه یې خوندي ول.
هغه محبس چې دوی پکې ساتل شوي ول، پلچرخي زندان و، چې د کابل یو مشهور زندان دی.
د یوې مودې لپاره دوی دوې میاشتې په داسې کوټو کې ول چې هېڅ کړکۍ یې نه لرله. خو په بند وروستیو اوونیو کې پورته خونې ته ولېږدول شول، چې خواړه ښه شول او له دوی سره ښه چلند کېده.
پیټر وویل چې کله یې له میاشتو وروسته باربي ولیده، ډېر سخت حیران شو:
«هغې نور د ۷۶ کلنې ښځې بڼه نه لرله، داسې ښکارېده لکه په ۹۰ کلونو کې چې وي.»
دوی مخکې ویلي وو چې غواړي هغه کسان “په غېږ کې ونیسي” چې دوی یې بنديان کړي ول او هغوی وبخښي.
پیټر وویل:
«زه له هغوی سره کینه نه لرم.»
هغه زیاته کړه چې لا هم غواړي د افغانستان له حکومت سره د خلکو د خیر لپاره کار وکړي.
دې جوړې کریګ او لینډسي فورمین ته هم پیغام واستاوه، چې د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې په ایران کې نیول شوي ول.
باربي وویل:
«هیله مه بایلئ، صبر وکړئ.»