تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۵ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د پخواني ولسمشر جو بایډن پر تګلارې سختې نیوکې وکړې او هغه یې «شرموونکې» وبلله.
ټرمپ وویل که د ده اداره وای، نو هېڅ ډول پوځي تجهیزات به په افغانستان کې نه پاتې کېدل.
ټرمپ دا خبرې د شمالي کارولاینا ایالت په فورټ براګ کې د وینا په ترڅ کې وکړې او ویې ویل:
«تاسو ته هغه پېښه په یاد ده چې ټول پوځي تجهیزات یې هلته پرېښودل؟ موږ به داسې نه وو کړي. موږ به هېڅ شی نه وای پرېښي. موږ غوښتل په عزت، ځواک او درناوي ووځو. خو داسې ښکاره شوه لکه موږ چې تښتېدو. موږ له هېچا نه تښتو. دا د بایډن لپاره یوه شرموونکې پېښه وه.»
ټرمپ دا هم وپوښتل چې ولې الوتکې له افغانستانه ونه ایستل شوې. هغه وویل:
«موږ تجهیزات نه پرېږدو، موږ جېټ الوتکې نه پرېږدو. ما وویل، ولې دغه الوتکې پرېږدئ؟ ویل یې پرېښودل یې ارزانه دي. دا خو د ۱۵۰ میلیون ډالره الوتکه ده. یوازې لږ تېل یې اچول پکار وو او هر ځای ته الوتلی شوه.»
هغه زیاته کړه چې د ده د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پر مهال د امریکا پوځ بیا ورغول شو او اوس تر بل هر وخت پیاوړی دی.
ټرمپ وویل:
«د ټولو په مرسته، امریکا د نړۍ تر ټولو پیاوړی پوځ لري. موږ دا پوځ بېرته ورغاوه، رښتیا مو هم ورغاوه. دا کار مې په خپله لومړۍ دوره کې وکړ.»
ټرمپ دا څرګندونې په هغو مراسمو کې وکړې چې د کړ چې د وینزویلا د پخواني ولسمشر نیکولاس مادورو د نیولو په عملیاتو کې د شاملو پوځیانو د درناوي لپاره ترتیب شوي وو.
دا عملیات د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۳مه ترسره شول.
زما ترومپ ته ډیره خندا راځي ایا دی نه سي دده په زبه عبدل( ملابرادر) سره یې یوه ګاڼټه تلیفوني خبرې کړې وې ؟ ده نه ورته زموږ په ماسلانو به یرغل نه کوۍ د تیښتي په وخت. توبه توبه سیاسي رڼډۍ څومره ځانونه بنا او نور ړانده بولي !😔 طالب ته دغه تاریخي ویاړ ورپه برخه سو هغه څوک سي د نړۍ فرعون یې ځان بلل هغه یې په خالي لاس له خاورې وتلو ته اړ کړ . له اشرارو سره د لوی یرغلګر په ګډون لویدیځ او ټول عرب بسلمانان ملګري وه او د روس په ضد یې وسلې سټینګر او نور پرمخ تللي ویجاړونکي توغندي ورکول.له کندهار ملکي الوتکه انتونوف را روانه وه اشرارو په د امریکې په سوغات سټینګر وویشتله. پیلوټ نارې وهلې موږ په توغندي وویشتل سولو. په الوتکه ډیری ماشومان او ملکي وګړي وه.اشرارو اتڼونه کول. بیله هغه پرته بله اریانا الوتکه یې هم د لوګر د پاسه راوغورځوله.مګر طالب په طالب په ساده توغندي او وسله لوی فرعون او دده سره پنځوس د لویدیځ مرسته کونکي یرغلګرو ته ماتي ورکړه.رښتیا لوی الاه یوازي الله جلاالله ده. کله سي فرعون موسی ته وویل د خپلو درباریانو په مخکي ای موسی لیونیه ! یوازنی الاه یوازي زه یم. ای همانه ! ته ماته لوړه ماڼۍ جوړه کړه سي زه د موسی الاه ووینم، د موسی الاه لوی فرعون د مړه سمندر یا نیل تر سینه لاندي کړ. یرغلګر هم دا وویل زه روس نه یم او زه ماتي خوړونکی نه یم.بدبخته داده سي دوی تاریخ یا نه لولي او یا هغه روسي متل ده سي روپۍ ولرې ککرۍ ته اړه نسته.دوی له تیرو یرغلګرو عبرت وانه اخیستل د تاریخي نښانو په افغانستان یې یرغل وکړ. وروسته له شلو کلو سي ډیری یې هم غلامان ګرزولي وه د یوه واړه طالب د لاسه ماته وخوړه. همدغه واړه طالب لوی فرعون خبرو او تیښتې ته اړ کړ 🙉. د سپیدو چاودلو نه مخکي بګرام داسي خالي سي کومه پشۍ یا سپئ هلته وه مګر د یرغلګرو څرک نه او ټول تر سپیده داغه مخکې تښتیدلي وه. ترومپه!دغه ستر خاوره ده دغه ستر افغانستان د پښتون ټاټوبی ده دلته سکندر ماته خوړلې دلته چنګیز خان حتی په غزني او په ټول د افغان ماشومان په زانګو کې وروزل مګر بیا دغو غرو هغه هم مغلوب کړ. دې خاورې ته سي څوک ننوزي باید سجده وکړي. موږ له دې سترګې نسو پټولای ، طالیب ګلون تاریخي ویاړ وګټل نه یوازي فرعون یې په ګڼډه کړ بلکي د فرعون مریدان.وخت راځي طالب به بدلون وکړي هر څه به بدل کړي. د طالیب له ویاړه سترګې پټول دا به ډیره بې انصافي وي.زما خندا بیا تور پنجابي ته راسي دغه غلام فرنګ چیچی هم نن د یرغلګر په شان باټي ولي. ایا دغه سوډر لنګ وهلی پنجاب ړوند او یا یې د شرابو ډیر خمان پورته کړي او له خماره لیونی سي زمری غرهار کوي ؟ په پکتیکا ارګون کې په پوله کې طالب اتلانو په پنځلسو ملټو کې د تور پنجاب یوه پوسته له هر څه سره غنیمت کړ.په سپین بولدک کې شوبله ورنه په راتیښتولو په غنیمت راوړه.که طالیب د انصاف په تله کې وتلو نو دده طول الماسو په قراط تلل کیږي ویاړ یې تاریخي ده. چا به د الا ګل فرعون مجاهل له سره پګړۍ ټيټه کړې وه ؟ یوازي یو ځوانکی طالب سي ددغه فرعون سي غني ته به یې په ارګ کې ننګول کول ، مګر ځوانکي طالب دده لونګۍ په غاړه کې ول ول ورواچوله او دغه فرعون په سوکانو وهل ❤️❤️❤️ منو یې نه منو طالب د ستر ویاړ لرونکی ده. مننه