جمعه, فبروري 13, 2026
Home+د مار له یوې سوړې باربار چیچل هوښیارتیا نه ده

د مار له یوې سوړې باربار چیچل هوښیارتیا نه ده

شاه‌محمود میاخېل

د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه اصف خبرې د تاریخ د پاڼو نه دي او د پاکستان د دوه مخې پالیسۍ په رول په لس ګونې مقالې او کتابونه لیکل شوي دي. له بده مرغه کله چې د جوانان مسلمان یو شمیر مشرانو پاکستان ته پناه یوړه او بیا په افغانستان کې د خلق د دیموکراتیک ګوند د کودتا نه وروسته چې د نفې او انحصار د قدرت سیاست، په افغانستان کې حاکم شو، په میلیونو افغانان پاکستان او ایران ته لاړول.‌ د افغانستان په خاوره د سوړ جنګ رقابتونه د شرق او غرب تر منځ پیل او افغانان په دغو رقابتونو کې قرباني شول. د پاکستان سیاسیونو په بار بار ویل که عربو ته خدای تیل ورکړي، نو دوی ته خدای افغانستان په لاس ورکړ. پاکستان او ایران په تیرو پنځو لسیزو کې د افغانستان د ټولو نظامونو او رژیمونو د جوړیدو او له منځه وړلو په دواړو حالتونو کې ګټه اخستلې ده. پاکستان د سوړ جنګ او هم د تروریزم سره د مبارزې په جګړو کې زیات امکانات تر لاسه کړل.

په ایران او پاکستان کې د افغانانو د زیاتیدو سره، دواړو هیوادونو اوږدمهاله پالیسۍ درلودې چې په افغانستان کې د افغانانو  په وسیله اوږدمهاله نفوذ ولري.‌ د دغه نفوذ لپاره دواړو هیوادونو هارډ او سافټ پاور نه کار واخیست. په ایران کې یې اته شیعه ډلې او په پاکستان کې د اوه ګونې او درې ګونې اتحادونو په نامه، جهادي تنظیمونه ایجاد کړل. د دې لپاره چې په دغه ډلو کنترول ولري، دوی یې د یو بل نه جدا وساتل او اتحاد ته یې نه پریښودل. کله به چې کومې ډلې د دوی د اوامرو نه سر کشي کوله، دوی به یې د یو بل په مقابل کې استعمالول او حتی جنګول. ایران، شعیه ګانو ته روحاني اخوندان استخدام کړي چې په دغه ډلو کې نفوذ ولري او پاکستان د جماعت اسلامي او جمعیت علمای اسلام او حتی په ملي ګرایانو کې نیشنلیان او عوامي نیشنل ګوندونو ځینې مشران د Mentor یا رهنما په توګه استخدام کړي و چې د دې ډلو په مشرانو نفوذ ولري.

ایران او پاکستان د دغه جهادي تنظیمونو نه برسیره، د افغانانو د منځ نه یو شمیر نورې جنګې ډلې په سیمه کې د خپلو مهمو ستراتیژیکو اهدافو لپاره تنظیم کړلې. لکه فاطمون او زینبون چې په عراق او سوریه کې یې وجنګول او پاکستان هم لشکر طیبه، ټي ټي پي، لشکر اسلام، داعش، د شرقي ترکستان اسلامي تحریک، د ازبیکستان اسلامي تحریک، حزب تحریر، جیش العدل او نورې ډلې ایجاد او تقویه کړلې چې په کشمیر، چین او مرکزي اسیا کې د خپل نفوذ لپاره استعمال او د هغوي نه امتیاز واخلي. یعنې دواړو هیوادونو دغه جنګې ډلې د بزنس د فرانچایز په ماډل بدلې کړلې.

د سافټ پاور په وسیله، ایران او پاکستان، د افغانستان په نامه سیاسیونو، روښانفکره، مدني ټولنو، ادیبانو، شاعرانو، ژورنالستانو، ملکانو، ملایانو، هنرمندانو او د ښځو په ګروپونو کې نفوذ او ډیرې کسان استخدام کړل چې  د هغوي د مؤخو لپاره ترې کار واخلي او د ایران او پاکستان د پالیسیو روایتونه تقویه کړي. تاسي وکتل چې هغوي به زیات د ایران او پاکستان په ضد خبرې کولې، هغوي د ټولو نه زیات پاکستان او ایران ګټو ته وفاداره و او دي.

د همدغه نفوذ په اساس، ایران او د سیمې نورو هیوادونو ارګ ته د مرستو په نوم بنډلې ورکولې او د افغانستان د امنیت په شورا، او د حکومت به نورو برخو کې لکه پارلمان او قضاییه قواو کې معلوم الحاله نفوذ پیدا کړ. د دغه ګروپونو له لارې، د دوی بله ستراتیژي دا وه چې په افغانستان کې ملي شخصیتونه او یا هغه شخصیتونو باندې چې د دوی نفوذ تاثیر نه درلوده، د خپلو دغه سافټ پاور د استخدام شوو کسانو له لارې، په بیلابیلو نومونو ټاپې ولګوي، هغوي بدنامه کړي او پرې نه ږدي چې د افغانانو په منځ کې ملي شخصیتونه تبارز وکړي تر څو هغوې ونکړې شي چې ملي حرکتونه او انسجام رامنځته کړي. ملي انسجام او ملي حرکتونه هیڅکله د با اعتباره ملي شخصیتونو په نشتون کې رامننځته کیدلې نشي. د دواړو هیوادونو همدا ستراتیژي اوس هم روانه ده. که اوس هم افغانان، سیاسیون، مدني او فرهنګي ډلې او افغانان په کل کې د ایران او پاکستان په دغه ستراتیژیو سر خلاص نه دی نو بیا باید ټول کرارې کیني او پریږدي چې دوی څه کوي.

د دې خبرې یادونه اړینه بولم چې د جمهوریت مشران په دغه برخه کې مقصر بولم چې په شاوخوا یې داسې کسان راټول شوې و چې د افغانستان د ګټو نه ورته د ایران او پاکستان ګټې او اړیکې مهمې ښکاره کیدلې. دواړه جمهور رئيسانو ته یې غلطې مشورې ورکولې چې د امریکا د حمایت نه د پاکستان او ایران او هم د چین او روسیې سره روابط مهم دي. دا خبرې تر دې حده ورسیدلې چې امریکا د پاکستان موقف ته ترجیح ورکړله او نتیجه یې د جمهوریت سقوط شو. له بده مرغه، د جمهوریت د پخوانیو مشرانو یو شمیر مشاورین لا اوس هم هماغه زاړه روایتونه تقویه کوي چې د تیرو رژیمونو او نظامونو د سقوط سبب ګرځیدلې دي.

دا پورته تاریخي وضاحت مې په دې خاطر ورکړل شو چې په څو خبرو او تیصرو باید قضاوت ونشي ځکه داسې تبصرې د یو باب مصرف لوښو په شان دي چې د استعمال نه وروسته یې خلک فاضله دانیو ته ارتوي. د هیوادونو تر منځ روابط باید د  لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله ستراتیژيو او د خپلو ګټو په اساس وي. د ځینو هیوادونو د سیاسیونو د خبرو سره عکس العملي برخورد سم نه دی. افغانان باید د خپلو ګټو لپاره په لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله ستراتیژیو کار وکړي او د تاریخ نه باید عبرت واخلي. دا د افغانانو ضعف دی چې په احساساتي خبرو خوشالیږي او په بار بار د دوی د احساساتو نه سؤ استفاده شویده.

که یو څوک د مار د یوې سوړې نه بار بار چیچل کیږي، دا د هغه سیاسیونو او هغه قوم هوښیارتیا نه ده.

شاه محمود میاخیل

د افغانستان د سولې او ولسواکۍ د ملی نهضت دوراني مشر او د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاسي چارو مسوول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شرم له سپي» د عبدالمالک بېکسیار «چکـرنامه»

پوهندوی آصف بهاند د ۲۰۲۶ ام کال د جنورۍ پر ۲۴مه، د ډنمارک په کوپنهاگن کې د گڼ‌شمېر افغان‌فرهنگیانو په گډون د بیکسار د دریو...