تاند(جمعه، د سلواغې/ دلوې ۲۴ مه) له سوریې څخه عراق ته په زرګونو لېږدول شویو داعشیانو کې یو شمېر افغانان هم شامل دي.
د راپورونو له مخې، په دغو بندیانو کې ۲۴ افغان اتباع هم شامل دي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا، عراق او سوریې ترمنځ د یوې هوکړې پر پر اساس، د داعش شاوخوا ۵۵۰۰ غړي چې په سوریه کې بندیان وو، عراق ته لېږدول شوي دي.
ټاکل شوې ده چې د داعش ۷ زره بندیان له سوریې عراق ته ولېږدول شي.
عراقي چارواکو ویلي چې دا بندیان به د عراق په بېلابېلو زندانونو کې وساتل شي او دوسیې به یې د عراق د قضايي نظام له لوري وڅېړل شي. د چارواکو په وینا، سوریان د دغو بندیانو تر نیمایي ډېر جوړوي.
عراقي چارواکو ټینګار کړی چې دا کسان به د عراق په محکمو کې محاکمه شي او د هغو کسانو لپاره چې «د عراق د خلکو پر وړاندې یې جرمونه کړي»، د قضايي دوسیو د بیا پرانیستو لړۍ پیل شوې ده.
خو عراقي قاضي علي حسین جفات، چې له سوریې څخه د داعش د راوستل شوو بندیانو د پلټنو مشري کوي، وایي چې د بندیانو د ډېر شمېر له امله دا کار (محاکمه) اسانه نه دی.
ډېری بندیان تنقسي ناروغي لري او له همدې کبله به په عراق ته ټول معاینه شي.
یوه عراقي چارواکي ویلي چې تر چهارشنبې پورې د داعش ۵ زره او ۴۶ بندي غړي عراق ته داخل شوي دي. د هغه په وینا، له دې ډلې ۳ زره او ۲۴۵ تنه سوریان او ۲۷۱ تنه عراقیان دي.
امریکا تر دې وړاندې ویلي و چې د دې عملیاتو هدف دا دی چې شاوخوا ۷ زره د داعش بندیان له سوریې څخه عراق ته ولېږدول شي، څو ډاډ ترلاسه شي چې دا کسان په خوندي توقیفځایونو کې ساتل کېږي.
دا بندیان په تېرو کلونو کې د سوریې په شمالختیځ کې په هغو زندانونو او کمپونو کې ساتل کېدل چې د سوریې دیموکراتیک ځواکونو (کوردانو) تر کنټرول لاندې وو.
د سوریې د حکومت له لوري پر دغو سیمو د کنټرول له پراخېدو سره، عراقي چارواکو اندېښنه څرګنده کړې چې د یادو زندانونو د مدیریت وړتیا کمه شوې، او همدې موضوع د بندیانو د انتقال بهیر چټک کړی دی.
د یوه امنیتي چارواکي په وینا، د دغو بندیانو لویه برخه به د ذيقار ولایت په ناصریه زندان او د بغداد هوایي ډګر ته څېرمه په کرخ زندان کې وساتل شي.
له بلې خوا، د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو د بندیانو د دې پراخ انتقال په اړه اندېښنه ښودلې ده. د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د عراق په زندانونو کې د بندیانو شمېر زښت زیات دی. دغه سازمان همدارنګه د عادلانه محاکمې د نشتوالي، د شکنجې له لارې د اعتراف اخیستلو او د ترهګرۍ ضد قانون پر بنسټ د اعدام په ګډون سختو سزاوو ته اشاره کړې ده.
داعش په ۲۰۱۴ کال کې د عراق د شمال او لوېدیځ پراخې سیمې او د سوریې ځینې برخې نیولې وې. د دې ډلې پر ضد جګړه نژدې څلور کاله روانه وه او بالاخره یې ټولې سیمې له لاسه ووتلې.
له سوریې څخه عراق ته په استول شویو داعشي بندیانو کې د ۲۴ افغانانو تر څنګ د اروپايي هېوادونو، منځنۍ اسیا، سوریې، عراق او ایران اتباع هم شامل دي. خو ډېری د تونس، سویې، عراق، مراکش، ترکیې او مصر دی.