پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونههغه وخت چې د عزیزانو په غږ هم نور باوري نه وي

هغه وخت چې د عزیزانو په غږ هم نور باوري نه وي

۱- د «ډیپ‌فېک» ټکنالوژۍ له لارې د اولادونو د غږ تقلید

کېدای شي باور پرې سخت وي، خو نن سبا ټګي برګي د «ډیپ‌فېک» په نوم د یوې پرمختللې ټکنالوژۍ په وسیله ستاسې د زوی، لور یا لمسي غږ هوبهو تقلیدولی شي. له همدې کبله اوس د واقعي او جعلي ټېلیفوني اړیکو ترمنځ توپیر ډېر ستونزمن شوی دی.

یو کس په ټولنیزو شبکو کې د همدې ډول یوې ټګۍ کیسه شریکه کړې ده. هغه لیکي، یو مهال په ټیلیفون کې دوی ته وویل شول چې زوی یې ټکر کړی، روغتون ته وړل شوی او اوس فوراً روغتون ته د جراحي عملیاتو لپاره د روغتون بانکي حساب ته پیسې ولېږي. دوی د داسي کس له لوري ټېلیفون ورته وکړ چې غږ یې بالکل د دوی د زوی په څېر و؛ هماغه لهجه، هماغه انداز او هماغه ټینګارونه او تکیه کلامونه.

درغلګر له همدې لارې اندېښمن والدین دې ته اړ باسي چې ډېرې پیسې هغه بانکي حساب ته ولېږي چې ورته ویل شوی و. خو وروسته معلومېږي چې دا ټوله کیسه دروغ وه، زوی یې روغ جوړ دی او درغلګرو د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د هغه غږ کاپي کړی و.

حل‌لاره څه ده؟

پولیس وایي:

  • که څوک د ټېلیفون له لارې پر تاسو فشار راوړي چې بیړه وکړئ او پیسې ولېږئ، سمدستي اړیکه پرې کړئ؛
  • حتا که مقابل لوری ستاسې مېړه، مېرمن یا اولاد ښکاري.

وروسته خپله د خپل عزیز اصلي او همېشني ټېلیفون شمېرې ته زنګ ووهئ تر څو د موضوع حقیقت درته څرګند شي. په ۹۰ سلنه مواردو کې څرګندیږي چې تاسو ته شوی ټېلفون جعلي دی.

په امریکا کې، چې تقریباً هر څوک د موټرچلولو قانوني عمر ته رسېدلی وي، موټر لري او اکثره خلک د ورځې کیلومترونه مزل کوي، بیا خلکو ته ټېلیفون کېږي چې په پلانۍ ورځ دې موټر تر ټاکلي سرعت چټک چلولی یا دې سره اشاره نه ده رعایت کړې. نو ژر تر ژره یا سبا محکمې ته حاضر شه یا دومره جریمه همدا اوس ورکړه چې ستونزه دې حل شي. دا خبره هلته څو تنو افغانانو راته وکړه او ویې ویل چې دا ډول چلونه امریکا ته په نویو تللو خلکو ډېر کېږي.

۲) فېشینګ؛ غولوونکي پیغامونه

د «فېشینګ» له تخنیک څخه ستاسې د حسابونو د معلوماتو، بانکي کارتونو او ياسورډونو د غلا لپاره استفاده کېږي.

په دې طریقه کې، تاسې ته یو پیغام استول کېږي چې پکې یو «لینک» وي، که پرې کلېک وکړئ، مالي درغلي درسره کېږي.

د دغو پیغامونو بېلګې:

  • «تاسې ته یوه ډالۍ فعاله شوه، یا تاسو جایره وګټله، دلته کلېک وکړئ…»
  • «ستاسې بانکي حساب بند شوی، د ستونزې د حل لپاره دلته کلېک وکړئ…»

حل‌لاره:

هیڅکله، هیڅکله پر ناپېژندل شويو لینکونو کلېک مه کوئ.

۳) سپوفینګ؛ جعلي شمېرې

سپوفینګ د تېلیفون د شمېرې جعل کولو ته ویل کېږي. کېدای شي تاسې په خپل موبایل کې د ۰۲۱ یا ۰۹۱۲ کود لرونکې شمېره ووینئ، خو په حقیقت کې زنګ وهونکی یو درغلګر دی چې له بل هېواده یې تاسو ته زنګ وهلی دی.

حل‌لاره:

که د کوم مهم زنګ په تمه نه یاست، له ناپېژندل شويو شمیرو هیڅ زنګ ته ځواب مه ورکوئ.

۴) مشکوک نړیوال زنګونه

هغه شمېرې چې د ۹۶+، ۲۲+ یا ۹۱+ کود لري، معمولاً خطرناک وي. دا زنګونه اکثره په رسمي لهجه پیلېږي، خو هدف یې یا د پیسو اخیستل وي یا د شخصي معلوماتو ترلاسه کول.

۵) د دولتي ادارو جعلي کارکوونکي

ځینې وخت ټګان ځان د کومې معتبرې دولتي ادارې کارکوونکی معرفي کوي او وایي:
«ستاسې په بانکي حساب کې ستونزه تشخیص شوې، که تر ۵ دقیقو اقدام ونه کړئ، حساب به مو بند شي.»

حتی کېدای شي ستاسې نوم او د حساب شمېره هم وپېژني تر څو باور مو زیات کړي.

حل‌لاره:

هیڅ دولتي اداره د تېلیفون له لارې بانکي معلومات نه غواړي. که دا ډول زنګ درته وشو، سمدستي اړیکه پرې کړئ او خپله د هغې ادارې رسمي شمېرې ته زنګ ووهئ.

۶) «مبارک دې وي… تاسې لاټرۍ یا جایزه ګټلې ده»

کله ناکله یو کس په ډېر هیجان وایي چې تاسې د یوې لویې کمپنۍ د قرعې ګټونکی یاست او له تاسې د بانکي کارت معلومات غواړي چې پیسې درولېږي.

ځینې وخت دا پیغام د SMS له لارې هم استول کېږي او وایي:
«یوازې یو ساعت وخت لرئ، که ناوخته شئ جایزه له لاسه ورکوئ.»

۷) د پولیسو او امنیتي ادارو جعلي افسران

کله ناکله یو کس په جدي لهجه وایي:
«ستاسې له حسابه مشکوکه معامله شوې، که سمدستي تایید ورنه کړئ، نیول کېږئ.»

دوی خلک د وېرې له لارې دې ته اړ باسي چې ژر، بې‌فکره او خطرناک تصمیم ونیسي.

حل‌لاره:

دا ډول زنګونه بشپړ دروغ وي. هېڅ امنیتي اداره خلک د تېلیفون له لارې نه نیسي.

۸) د بانکي حساب د بندېدو پیغامونه

ځینې وخت پیغام یا زنګ درته راځي چې وایي:
«ستاسې حساب د امنیتي دلایلو له امله بند شوی.»

او له تاسې د کارت معلومات یا OTP غواړي.

حل‌لاره:

بانکونه هېڅکله دا ډول معلومات د تېلیفون له لارې نه غواړي. حتی OTP هم له هیچا سره مه شریکوئ.

۹) ارزانه بیمې، فوري پورونه او تسهیلات

ټګان ځان د بیمې شرکت یا بانک کارکوونکي معرفي کوي او وایي:

  • ارزانه بیمه درکول کېږي؛
  • یا بې‌ضامنه فوري پور درکول کېږي.

خبر داری: هېڅوک یوازې د تېلیفون له لارې لویه بیمه یا پور نه شي درکولای.

د درغلیو ګډې نښې

۱. بیړه او فشار: وایي که همدا اوس کار و نه کړې، ستونزه پیښېږي.
۲. مسلکي لهجه: وایي زنګ ثبتېږي، ستاسي مکالمه د سروې او یا ازموینې لپاره ثبت کېږي.
۳. احساساتي فشار: وېره، اندېښنه او هیجان پاروي، بیا د پاسورډ، کارت او پیسو غوښتنه کوي.

ځان وساتئ

  • که دا درې نښې مو ولیدلې، سمدستي اړیکه پرې کړئ؛
  • هېڅ پاسورډ، کود یا بانکي معلومات مه ورکوئ؛
  • که مو حیرانوونکی خبر واورېده، یوه شېبه تم شئ او بل نژدې کس ته زنګ ووهئ؛
  • د Truecaller، Hiya او Should I Answer اپلېکېشنونه نصب کړئ؛

که د تېلیفون له لارې مو پیسې وبایللې:

۱. سمدستي بانک ته زنګ ووهئ او کارت بند کړئ؛
2. ژر تر ژره پولیس ته راپور ورکړئ؛
3. د درغلګر شمېره، د زنګ وخت، پیغام او نور جزئیات ثبت کړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...