Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه افغانستان کې د ټاپي د ۹۱ کیلومتره نللیکې د غځولو لپاره...

په افغانستان کې د ټاپي د ۹۱ کیلومتره نللیکې د غځولو لپاره لاره هواره شوه

تاند (چهارشنبه، د سلواغې/ دلوې ۸ مه) په هرات ولایت چارواکو دا اوونۍ د ترکمنستان–افغانستان–پاکستان–هند (TAPI) د ګاز نل‌لیکې په پروژه کې د پام وړ پرمختګ اعلان کړی او ویې ویل چې د مسیر ۹۱ کیلومتره برخه اوس د نللیکې اېښودو ته چمتو شوې ده.

دا پړاو د ۱۸۰۰ کیلومتره پایپ د غځولو لپاره ډېر مهم بلل کېږي، ځکه چې دا نل‌لیکه به د افغانستان او پاکستان له لارې د ترکمنستان د ګالکینیش د ګاز له سترې زیرمې څخه هند ته طبیعي ګاز ولېږدوي.

د ټولې نل‌لیکې له اوږدوالي څخه شاوخوا ۸۱۶ کیلومتره به د افغانستان له خاورې تېرېږي.

د پرمختګ د ارزونې په یوه وروستۍ ناسته کې، د هرات والي شیخ مولوي اسلام‌جار د افغانستان لپاره د ټاپي پروژې له مشر بېګنج عبدالله‌یف او په هرات کې د ترکمنستان له قونسل جنرال سره وکتل څو د نللیکې د جوړولو مهال‌وېش وارزوي.

د والي ویاند محمد یوسف سیدي وویل چې ولایتي اداره د پروژې له اوسني بهیر څخه خوښه ده.

سیدي زیاته کړه چې والي د دواړو هېوادونو ګډې هڅې وستایلې او ویې ویل چې دوامداره همکاري دا پروژه لا منسجمه او منظموي، او دا ډول همغږي د دې لپاره پکار ده چې پروژه پر خپل وخت بشپړه شي.

د عبدالله‌یف په وینا، په هرات کې چمتو شوې ۹۱ کیلومتره برخه کې پراخې ځمکنۍ استملاک شوې دي څو پایپونه سملاسي وغځول شي.

د ساختماني پړاو د تخنیکي اړتیاوو د پوره کولو لپاره، د مسیر په اوږدو کې څو کاري کمپونه هم جوړ شوي چې لوژستیکي ملاتړ او د کارکوونکو د اوسېدو اسانتیاوې برابروي.

د ترکمنستان قونسل جنرال د طالبانو د حکومت د همکارۍ ستاینه وکړه او ویې ویل چې اوسنی ملاتړ د راتلونکو ټاکل شویو وختونو د پوره کولو لپاره ډېر مهم دی.

ترکمن چارواکو وویل چې د اوسني کاري پلان له مخې، تمه ده چې په هرات ولایت کې د نل‌لیکې کار د روان میلادي کال تر پایه بشپړ شي.

کله چې پروژه په بشپړه توګه فعاله شي، تمه ده چې هر کال ۳۳ میلیارده مکعب متره طبیعي ګاز ولېږدوي.

د انرژۍ د دهلېز تر څنګ، دا پروژه د سیمې لپاره یو مهم اقتصادي محرک هم بلل کېږي، چې افغانستان ته به د ترانزیټ له درکه د پام وړ عاید او زرګونه کاري فرصتونه برابر کړي.

افغانستان او ترکمنستان د ټاپي نللیکې د کار پر چټکولو خبرې وکړې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...