پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد افغانستان ۱۲ ولایتونو ته د ازبکستان د وادراتي برېښنا شکېدلی لاین...

د افغانستان ۱۲ ولایتونو ته د ازبکستان د وادراتي برېښنا شکېدلی لاین ترمیم شو

تاند (چهارشنبه، د سلواغې/ دلوې ۸ مه) د افغانستان برښنا شرکت (برشنا) وايي چې د پلخمري–کابل د ۲۲۰ کیلوولټه وارداتي برېښنا لاین «په موقتي ډول» بېرته وصل شوی دی.

 دا لاین د سلواغې/ دلوې په دوهمه د سخت طوفان او د سالنګ په شاول سیمه کې د واورې ښوېدنې له امله پرې شوی و، چې له کبله یې په کابل او ۱۱ نورو ولایتونو کې د برېښنا سخته کمه یا بشپړه پرچاوي رامنځته شوې وه.

د افغانستان برشنا شرکت ویلي، د دې لاین له وصل کېدو سره به د یادو ولایتونو برېښنا د برېښنا د کنټرول او تنظیم له مرکزه په تدریجي ډول بېرته عادي حالت ته راوګرځي.

د افغانستان برښنا شرکت د معلوماتو له مخې، د دې شرکت تخنیکي کارکوونکي د سې‌شنبې په ورځ، په شمالي سالنګ کې د مزې پرې شوي سیمې ته تر رسېدو وروسته، وتوانېدل چې پرې شوی لاین بېرته وصل کړي، او د لاین او ویجاړې شوې ستنې د اساسي ترمیم کارونه به د پلان له مخې په نژدې راتلونکي کې پیل شي.

د ازبکستان د وارداتي برېښنا د پرې کېدو له امله، د کابل تر څنګ د پروان، کاپیسا، پنجشیر، ننګرهار، لغمان، میدان وردک، غزني، لوګر، پکتیا، خوست او بغلان ولایتونو د ځینو سیمو خلک هم د برېښنا له سخت کمښت او اوږدمهاله پرېکون سره مخ شوي وو.

دا په وروستیو کې دوهم ځل دی چې د شدیدو واورو د اورېدو له کبله د ازبکستان د وادراتي برېښنا مزي پرې کېږي.

برېښناشرکت: د سالنګ لارو بندښت د وارداتي برېښنا د مزي د نښلولو چارې ټکنۍ کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...