پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد طالبانو پر جزايي اصولنامې انتقادونه دوام لري

د طالبانو پر جزايي اصولنامې انتقادونه دوام لري

تاند (چهارشنبه، د سلواغې/ دلوې ۸ مه) د طالبانو د محکمو پر جزايي اصولنامې د نیوکو په دوام کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمري ډي‌کارلو، د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رييس جېم رېش او د نړۍ تر ټولو ستر ملیاردر ایلن مسک هم انتقادونه وکړل.

د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر، جېم رېش، د طالبانو د محکمو د جزايي اصول‌نامې په اړه په تندو ټکو نیوکه وکړه. هغه وویل چې طالبان «افغانستان د غلامۍ دورې ته بیايي».

د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر د سې‌شنبې په ورځ په ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې ولیکل چې طالبانو اوس په افغانستان کې د غلامۍ بېرته راګرځېدل تایید کړي او امریکا باید دا ډله له مالي سرچینو محرومه کړي.

هغه وویل: «د طالبانو دا اقدام نه یوازې د امریکا له ګټو سره په ټکر کې دی او هغو پوځي ځواکونو ته سپکاوی دی چې هلته یې خدمت کړی، بلکې دا هم ښيي چې دا ډله هره ورځ مخ په شا روانه ده.»

همداراز، د نړۍ تر ټولو ستر میلیارد، ایلن مسک، پر خپل یوه پوسټ د ایکسپاڼې د یوه کاروونکې پوښتنه بیا خپره کړې او ورته لیکلي چې «ښه پوښتنه ده»

 په دې پوسټ کې، د ایکسپاڼې یوه کاروونکي لیکلي چې د «غلامۍ پخوانی نظام» چې پکې ماشومان د جنسي مرییانو او خدمتګارانو په توګه ساتل کېدل، په افغانستان کې په رسمي ډول بیا احیا شوی دی. هغه زیاته کړې: «کیڼ اړخي کسان چېرته دي چې د دې اقدام پر ضد اعتراض وکړي؟ لاریونونه چېرته دي؟ ویناوې چېرته دي؟ … چوپتیا.»

دا پوښتنه د ایلن مسک تر هغه پوسټ لاندې په تبصرو کې لیکل شوې وه چې د ملاندیم د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې یې خپور کړی و.

ملاندیم ویلي و چې د نجونو ښوونځي تر ثانوي اطلاع پورې بند دي نو په دې اړه پوښتنې هم تر ثانوي اطلاع پورې منع دي.

مسک د طالبانو د دې اقدام پر وړاندې پر چوپتیا نیوکه وکړه او ویې لیکل: «د دې پر ضد اعتراضونه چېرته دي؟»

له بلې خوا د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې د طالبانو د محکمو د جزايي اصول‌نامې په غبرګون کې ویلي، دا سازمان له واکمنې ډلې غواړي چې تبعیضي قوانین او فرمانونه لغوه کړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې، روزمري ډي‌کارلو، کابل ته د خپل وروستي سفر پر مهال له طالب چارواکو غوښتي چې د ښځو پر ضد قوانین لغوه کړي.

روزمري ډي‌کارلو تېره اوونۍ کابل ته په درې ورځني سفر لاړه او په لړ کې یې د طالبانو له بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزیرانو، همداراز له یو شمېر ښځو او د رسنیو له استازو سره وکتل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...