پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونه‏د لوړو زده کړو وزیر، ملا ندامحمد ندیم ویډیو ته د ایلن...

‏د لوړو زده کړو وزیر، ملا ندامحمد ندیم ویډیو ته د ایلن ماسک غبرګون

تاند ( چهارشنبه د سلواغې ـ دلوې ۸مه) د نړۍ شتمن کس ایلن ماسک د طالبانو د لوړو  زده کړو وزیر، ملا ندا محمد ندیم یوې پخوانۍ ویډیو ته غبرګون ښودلی.

دغې ویډیو ته ګڼو نورو افغان او اروپايي سیاستوالو هم غبرګونونه ښودلي.

دا ویډیو د تېر زېږدیز کال په ډسمبر میاشت کې خپره شوې ده.

دا هغه ویډیو ده چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د یوه خبري کنفرانس پر مهال پکې د نجونو د زده کړو په اړه ملا ندا محمد ندیم د یوه خبریال پوښتنه ځوابوي.

ملا ندامحمد ندیم په ټینګار سره ویلي چې لکه څنګه چې زده کړې تر امر ثاني بندې دي، په تړاو یې پوښتنه هم تر امر ثاني معطل ده.

ندیم ویلي وو: “په دې مساله کې خو لنډ ځواب دا دی لکه څنګه چې تعليم تر امرثاني پورې معطل دی دا پوښتنه یې هم تر امرثاني پورې معطله ده. ځکه هغه پوښتنه یې هم داسې ده، چې څوک چې پوښتنه کوي او غواړي چې داسې یو ځواب ترلاسه کړي چې د ده هغه اراده ور پوره کړی، هغه د اوس لپاره ممکنه نه ده.”

د ایکس ټولنیزې رسنۍ مالک، ایلن ماسک د همدې ویډیو د بیا خپرولو سره له نور زیات وضاحت ورکولو پرته د پوښتنې په ډول ویلي، چې: “ولې په دې اړه اعتراض نشته؟.”

طالبانو د واک لومړیو کلونو کې د نجونو ښوونځي او بیا ورپیسې د نجونو پوهنتونونه او په تر ټولو پراخو تګلارو کې چې ډېر غبرګونونه پرې راغلل، په هر ډول ادارو کې د ښځو پر کار بندیز هم ولګاوه.

طالبانو تراوسه د ښځو د زده کړو په اړه هېڅ شین څراغ نه دی ښودلای.

طالبان ادعا کوي، چې بندیز یې مطلق نه دی او تر دویم امر ځنډېدلی دی.

“امرثاني” هغه اصطلاح ده چې د طالبانو حکومت چارواکي یې په وروستيو کلونو کې په دوامداره توګه له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښونځیو او پوهنتونو د پرانیستل کېدو د وخت په اړه د پوښتنو ځوابولو لپاره کاروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...