پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Home+هغه لیکواله چې اثار یې د مېړه په نوم خپاره شول

هغه لیکواله چې اثار یې د مېړه په نوم خپاره شول

تاند- له نن څخه ۱۵۱ کاله پخوا د ۱۸۷۳ د جنورۍ په ۲۸ مه فرانسوۍ ناول لیکواله سیدوني ګبریل کولیت (Sidonie-Gabrielle Colette) د فرانسې په یون کې وزېږیده. دا چې د ۱۹۵۴ د اګست په ۳ مه مړه شوې، په ۱۹۴۵ کې د ګنکور اکاډیمۍ غړې شوې او د (Gigi) ناول له کبله یې شهرت ترلاسه کړی دی. کولیت د هغې مستعار نوم دی او په همدې مستعار نوم مشهوره شوې ده خو اصلي نوم یې سیدوني ګابریل دی.

د شلمې پېړۍ د نیمايي دا ستره فرانسوۍ لیکواله، ژورنالیسته او د تیاتر لوبغاړې وه خو ډیر شهرت یې د ناولونو په خاطر ګټلی دی. د دې په ناولونو کې د عشق خوند او درد انځور شوی او د احساس په بیانولو کې ډېره برلاسې وه.

کولیت د خپل ژوند لومړي شل کلونه د زېږنځای (یون) په بورګوندي (Burgundy) کلي کې تېر کړي، وروسته له خپلې کورنۍ سره لوارې ته تللې. په ۱۸۹۳ کې یې د پاریس له یوه مشهور کتاب خپروونکي، لیکوال او کره کتونکي سره، چې ګوتیې ویلار (ویلي) Henri Gauthier-Villars (“Willy”) نوميده، واده کړی چې تر دې ۱۵ کاله مشر و.

ویلي له واده څه موده وروسته د کولیت د لیکوالۍ استعداد کشف کړ او له همدې کبله یې دا په یوه خونه کې کېښنوله چې لیکوالۍ ته یې وهڅوي. هغه یې مجبوره کړه چې څلور ناولونه ولیکي خو د هغې ټول اثار یې په خپل نوم چاپ کړل.

کولیت د خپل خاوند له ادبي استثمار او غلا ستومانه شوې وه او له همدې کبله یې په ۱۰۶ کې له هغه سره ګډ ژوند پای ته ورساوه او په خپل ژوند کې یې یو نوی خو له جنجالونو ډک پړاو پیل کړ.

څه چې دې په خپلو ناولونو کې ویل، د یوه نارینه په توګه د ټولنې لپاره د منلو و خو د ښځې په توګه ټولنې نه شوای هضمولی ځکه چې د دود خلاف وو. که څه هم د کولیت ناولونه ډیرو خلکو خوښول خو د پلور له درکه یې ګټه دې ته نه رسیده. نو یې صحنې ته مخه کړه او په هالونو کې یې موزیک اجرا کاوه. په ساعتونو – ساعتونو به یې خواري ایستله چې ژوندۍ پاتې شي. دې تر ۱۹۱۳ پورې دې کار ته دوام ورکړ.

کولیت له ۱۹۱۰ تر ۱۹۲۳ پورې له (لو متین) ورځپاڼې سره د خبریالې په توکه کار وکړ. په ۱۹۱۲ کې یې د ورځپاڼې له مسوول چلوونکي هانري ژوونل سره واده وکړ او درې کاله وروسته یې لور وزېږېده چې کولیت دو ژوونل نوم یې پرې کېښود.

د دوی ګډ ژوند ۱۲ کاله دوام وکړ. خو دغو ۱۲ کلونو کولیت پخه کړه. دې خپل لومړني تلپاتې اثار وکښل لکه شېري (Chéri) په ۱۹۲۰ کې او (a Fin de Chéri ) په ۱۹۲۳ کې.

په ۱۹۲۵ کې له یوه ځوان سوداګر سره، چې تازه یې خبریالي پیل کړې وه، بلده شوه. هغه موریس ګودکت نومېده. دوی په ۱۹۳۵ کال واده وکړ او د ژوند تر پایه یوځای واوسیدل.

کولیت د دوهمې نړیوالې جګړې تر پیله ګڼ ناولونه وکښل.

د مرګ په وخت کاتولیکې کلیسا د دې د جنازې د مراسموږ له ادا کولو ډډه وکړه ځکه چې هغې طلاقونه اخیستي وو، خو د فرانسې حکومت د لومړنۍ ښځینه لیکوالې په توګه د هغې د جنازې رسمي مراسم په ځای کړل چې دا یو لوی ویاړ و.

د دې مهم اثار دا دي:

  • Claudine à l’école (1900, translated as Claudine at School)
  • Claudine à Paris (1901, translated as Claudine in Paris)
  • Claudine en ménage (1902, translated as Claudine Married)
  • Claudine s’en va (1903, translated as Claudine and Annie)
  • Dialogues de bêtes (1904)
  • La Retraite sentimentale (1907)
  • Les Vrilles de la vigne (1908)
  • La Vagabonde (1910)
  • L’Envers du music hall (1913)
  • L’Entrave (1913, translated as The Shackle)
  • La Paix chez les bêtes (1916)
  • L’Enfant et les sortilèges (1917, Ravel opera libretto)
  • Mitsou (1919)
  • Chéri (1920)
  • La Maison de Claudine (1922, translated as The House of Claudine)
  • L’Autre Femme (1922, translated as The Other Woman)
  • Le Blé en herbe (1923, translated as Ripening Seed)
  • La Fin de Chéri (1926, translated as The Last of Chéri or The End of Chéri)
  • La Naissance du jour (1928, translated as Break of Day)
  • Sido (1929)
  • La Seconde (1929, translated as The Other One)
  • Le Pur et l’Impur (1932, translated as The Pure and the Impure)
  • La Chatte (1933)
  • Duo (1934)
  • Julie de Carneilhan (1941)
  • Le Képi (1943)
  • Gigi (1944)
  • Paris de ma fenêtre (1944)
  • L’Étoile Vesper (1947)
  • Le Fanal Bleu (1949, translated as The Blue Lantern)
  • Paradis terrestre, with photographs by Izis Bidermanas (1953)

Source:[47]

د مېرمن کولیت په اړه جوړ شوي فلمونه:

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب