Homeخبرونهاروپايي ټولنه افغانستان او سوریې ته د کډوالو د بېرته ستنولو پر...

اروپايي ټولنه افغانستان او سوریې ته د کډوالو د بېرته ستنولو پر میکانېزم خبرې کوي

تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۴ مه) د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو وزیرانو د غړو هېوادونو ترمنځ سوریې او افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنولو پر ګډې تګلارې خبرې کړې دي.

د اې پي اې خبري آژانس د راپور له مخې، د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګرهارد کارنر ویلي، دا اړینه ده چې د کډوالو د ستنولو پرېکړې د ټولې اروپا په کچه همغږې او عملي شي، نه دا چې هر هېواد جلا اقدام وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې د اروپايي ټولنې ګڼ غړي هېوادونه غواړي پوه شي چې اتریش څنګه وتوانېد افغانستان او سوریې ته په مستقیم ډول د کډوالو د ستنولو بهیر پیل کړي.

د کارنر په وینا، تېر کال شاوخوا زر سوریان، ځینې په خپله خوښه او ځینې په جبري ډول، سوریې یا نورو اروپايي هېوادونو ته لېږدول شوي دي.
خو هغه افغانستان ته د ستنول شویو افغان کډوالو کره شمېر نه دی څرګند کړی.

له بلې خوا، د اروپايي ټولنې د کډوالۍ کمېشنر مګنوس برونر ویلي چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه د افغان کډوالو د ستنولو په اړه له طالبانو سره د تخنیکي خبرو په حال کې دي.

دا خبرې د پنجشنبې په ورځ د قبرس په پلازمېنه نیکوزیا کې د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو وزیرانو په غیر رسمي غونډه کې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...