پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد زده کړو نړیواله ورځ په هغه هیواد کې چې له تعلیم...

د زده کړو نړیواله ورځ په هغه هیواد کې چې له تعلیم سره علني دښمني کېږي

تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۴ مه) د زده کړو د نړیوالې ورځې یاد سږ کال هم په داسي حال کې په اعلامیو او بیانیو تازه کېږي چې په افغانستان کې څلور کاله کېږي چې میلیونونه له زده کړو محرومې نجونې د یوه نامعلوم راتلونکي په انتظار کې ژوند کوي.

د جنورۍ ۲۴ د زده کړې نړيواله ورځ ده، دا ورځ د نړۍ په ډيريو هيوادونو کي، له کرکې سره په مبارزه کي د تعليم او ښوونکو پر رول ټینګار کيږي، خو په په افغانستان کي د بحث لاهم تر ټولو مهمه موضوع دا ده چې واکمنان به تر کله له علم سره مخالفت ته دوام ورکوي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په ۲۰۱۸ کال کې د جنورۍ ۲۴مه د زده‌کړې د نړیوالې ورځې په توګه وپېژندله، څو په دې توګه د يوه مسلم انساني حق او عمومي خير په توګه د زده‌کړې پر اړتيا  ټيڼګار وشي.

د ۲۰۲۱م کال د اګست په نيمايي کي په افغانستان کي طالبان بیا واک ته ورسېدل او په تدريج يې پر ښځو او نجونو محدوديتونه ډېر کړل.

هغوی له شپږم ټولګي پورته نجوني له زده کړو څخه منع کړي او په اکثرو برخو کې یې د ښځو پر کار بنديز ولګاوه. د طالبانو دغه کار د اکثرو افغانانو او همداراز نړيوالو له سختو انتقادونو سره مخامخ شوی دی.

یونسکو وايي، د افغانستان په لوړو زده کړو کې د ښځو ونډه چې اوس صفر ته رسېدلې، د طالبانو تر واک ته رسیدو مخکې په شلو کلونو کې کابو شل برابره زیاته شوې وه او د ښځینه محصلانو شمېر له ۵۰۰۰ څخه یو لکو ته رسېدلی وو.

د نجونو د زده‌کړو ملي کمپاین د زده کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت په اعلامیه کې د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو بندیز ته په اشارې ویلي   له بده مرغه، په افغانستان کې د زده‌کړې د پراختیا او پرمختيا پر ځای، د عصري علومو او په ځانګړي ډول د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې یوه نااعلان‌شوې جګړه پيل شوې ده. د څه باندې څلورو کلونو راهيسې د نجونو پر مخ د منځينو، لیسې او لوړو زده‌کړو دروازې تړل شوې دي. پوهنتونونه یو په بل پسې تړل کېږي، استادان او محصلین یا د هېواد پرېښودو ته اړ کېږي او یا هم تر ډول ډول فشارونو لاندې يې د چوپتیا او ګوښه کېدو لاره نيولې ده. دا وضعیت نه یوازې د بشر د اساسي حقونو ښکاره نقض دی، بلکې د هېواد پر ملي ګټو، اقتصادي پرمختګ، ټولنیز ثبات، خپلواکۍ او روښانه راتلونکي یو نه جبرانېدونکی ګوزار دی.»

دې کمپاین د نجونو پر زده کړو بندیز د افغاني او اسلامي ارزښتونو خلاف بللی او پر طالبانو یې غږ کړی چې باید یا صادقانه د نجونو د ښوونځيو د تړلو دلیلونه له ولس سره شریک کړي، او یا دې له دې ستر ظلم څخه سمدستي لاس واخلي. په دې برخه کې هر ډول پلمه د دوی د صداقت او کفايت پر نشتوالي دلالت کوي.

د زده‌کړې د نړیوالې ورځې په مناسبت د نجونو د زده‌کړو ملي کمپاین اعلامیه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...