په داسې حال کې چې نړۍ د زدهکړې نړيواله ورځ د پوهې، عدالت او هوساینې د ګډ تعهد په توګه لمانځي، موږ له بده مرغه په افغانستان کې له یوه ترخه او دردوونکي واقعيت سره مخ یو: میلیونونه افغان نجونې له خپل بنسټیز انساني حق، یعنې د زدهکړې له حقه په لوی لاس بېبرخې شوې دي.
په ۲۰۱۸ کال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د جنورۍ ۲۴مه د زدهکړې د نړیوالې ورځې په توګه وپېژندله، څو په دې توګه د زدهکړې پر اړتيا د يوه مسلم انساني حق او عمومي خير په توګه ټيڼګار وشي، او د سولې، دوامداره پرمختګ، او د فقر، بېعدالتۍ او جنسیتي تبعیض د مخنيوي د وسیلې په توګه وهڅول شي.
خو له بده مرغه، په افغانستان کې د زدهکړې د پراختیا او پرمختيا پر ځای، د عصري علومو او په ځانګړي ډول د نجونو د زدهکړو پر وړاندې یوه نااعلانشوې جګړه پيل شوې ده. د څه باندې څلورو کلونو راهيسې د نجونو پر مخ د منځينو، لیسې او لوړو زدهکړو دروازې تړل شوې دي. پوهنتونونه یو په بل پسې تړل کېږي، استادان او محصلین یا د هېواد پرېښودو ته اړ کېږي او یا هم تر ډول ډول فشارونو لاندې يې د چوپتیا او ګوښه کېدو لاره نيولې ده. دا وضعیت نه یوازې د بشر د اساسي حقونو ښکاره نقض دی، بلکې د هېواد پر ملي ګټو، اقتصادي پرمختګ، ټولنیز ثبات، خپلواکۍ او روښانه راتلونکي یو نه جبرانېدونکی ګوزار دی.
د واکمن نظام پالیسۍ، په ځانګړي ډول د نجونو د زدهکړې په برخه کې، نه یوازې زموږ له دیني او فرهنګي ارزښتونو سره په ټکر کې دي، بلکې افغانستان یې په سیمهییز او نړیوال ډګر کې له بېساري انزوا سره مخ کړی دی. له زدهکړې سره دا دښمني، په حقیقت کې د افغانستان له راتلونکي سره دښمني ده.
موږ، د «د نجونو د زدهکړې ملي کمپاین» په توګه، یو ځل بیا پر لاندې ټکو ټینګار کوو:
۱. د طالبانو مسئولیت:
طالبان د هېواد د de facto واکمنانو په توګه، د میلیونونو نجونو د زدهکړې د محرومیت مستقیم مسئول دي. د دغو سیاستونو دوام نه یوازې د دوی کورنی او نړیوال مشروعیت ننګولی دی، بلکې د اوږدمهاله فقر، افراطیت او بېثباتۍ لامل هم ګرځېدلی دی.
طالبان باید یا صادقانه د نجونو د ښوونځيو د تړلو دلیلونه له ولس سره شریک کړي، او یا دې له دې ستر ظلم څخه سمدستي لاس واخلي. په دې برخه کې هر ډول پلمه د دوی د صداقت او کفايت پر نشتوالي دلالت کوي.
۲. د افغانستان ولس مسئولیت:
افغان ولس، په ځانګړي ډول کورنۍ، ديني عالمان، فرهنګیان او روڼاندي باید د دې وضعیت پر وړاندې له چوپتيا او بې تفاوتۍ ډډه وکړي. د نجونو زدهکړه یو سیاسي بحث نه، بلکې یو دیني، وجداني او ملي مسئولیت دی. چوپتیا به له دې ظلم سره د موافقت او همکارۍ معنا ولري.
موږ د هغو مېرمنو، نجونو، استادانو، مدني فعالانو او ټولو مبارزینو له نه ستړې کېدونکو هڅو مننه کوو، چې په تېرو کلونو کې یې د عدالت او حق غوښتنې غږ پورته کړی دی. خو له ژورې اندېښنې سره ګورو چې دا هڅې ورو ورو پيکه کېږي، او دا خطر شته چې ټولنه له دې ستر ظلم سره عادت او معافيت پیدا کړي. د دې وضعیت عادي ګڼل، په چوپتيا سره د تبعیض او بې عدالتۍ منل دي، او دا هغه څه دي چې باید پېښېدو ته يې اجازه ورنه کړو.
۳. د سیاسي او مدني بنسټونو مسئوليت:
سیاسي ګوندونه، مدني بنسټونه، اتحادیې او رسنۍ باید په یوه غږ او پرېکنده ډول د ټولو، او په ځانګړې توګه د نجونو، لپاره د ښوونځيو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړي. د دغو بنسټونو چوپتیا یا بېپامي، د خلکو د استازیتوب په اړه د دوی ادعا له شک او پوښتنې سره مخ کوي.
۴. د نړیوالې ټولنې تعهد:
نړیواله ټولنه باید روان وضعیت عادي ونه ګڼي. له داسې نظام سره بېقیدوشرطه تعامل، چې د هېواد د نیمایي وګړو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي، سیستماتیک تبعیض ته د مشروعیت ورکولو معنا لري. موږ په دې برخه کې د نړيوالې ټولنې د عملي اقداماتو، د مشروطو تعاملاتو، او د زدهکړې په اړه د ولسي نوښتونو د ملاتړ غوښتونکي یو.
په پای کې، یو ځل بیا ټینګار کوو چې د نجونو زدهکړه امتیاز نه، بلکې يو مسلم حق دی. په علمي، فرهنګي، اقتصادي او سیاسي ډګرونو کې د ښځو له فعالې، شعوري او برابرې ونډې پرته به د افغانستان راتلونکی به تل تياره او ناهيلي کوونکی وي.
د روانې بې عدالتۍ او چوپيتا د پای په موخه د وجدانونو د ويښتيا او په ملي او نړیواله کچه د پراخې همغږۍ په هیله!
د نجونو د زدهکړو ملي کمپاین
د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ ۲۴مه– د زدهکړې نړيواله ورځ