تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۴مه) د ژمي په موسم کې د نړۍ په ګڼو ښارونو کې د هوا کيفيت ډېر ځله تر هغه حده خرابېږي چې د روغتيا لپاره خطرناک وي، او خلکو ته د ساه اخيستلو ستونزې پيدا کوي.
د وروستي راپور له مخې، د بنګله دېش پلازمېنه ډاکه د نړۍ تر ټولو د ککړو ښارونو په سر کې ده. په دې ښار کې د هوا د کيفيت شاخص (AQI) ۲۹۹ ثبت شوی، چې له “ډېرې خطرناکې” اندازې څخه يوازې يو پړاو ټيټ، يعنې د “ډېر ناوړه” (Very Unhealthy) په کټګورۍ کې راځي.
تر دې وروسته، نوی ډیلی (هند) په ۲۶۴ شاخص سره، لاهور (پاکستان) د ۲۲۸ سره، او کلکته (هند) د ۲۲۵ سره په لېست کې شامل دي، چې ټول د “ډېر غير صحي” په کټګورۍ کې راځي.
په همدې لېست کې بشکک (قرغیزستان) ۲۱۳، سارایه وو (بوسنيا او هرزګوينا) ۲۰۱، کراکوف (پولنډ) ۱۹۵، میدان (اندونيزيا) ۱۹۴، وارسا (پولنډ) ۱۸۰، او کابل (افغانستان) ۱۷۵ هم شامل دي، چې زياتره په غير صحي يا ډېر غير صحي زونونو کې شمېرل کېږي.
د دې لوړې کچې ککړتيا بېلابېل لاملونه لري، لکه د موټرو لوګي، صنعتي ککړتيا، د خښتو د بټيو لوګی، د عضوي کثافاتو سوځول، د ودانیزو چارو دوړې، او موسمي عوامل.
د متخصصانو په وينا، دا ککړتيا د ساه ناروغيو، د زړه د ناروغيو، او د خلکو د عمر د اوسط د کمېدو سبب کېدای شي.
د راپور له مخې، د نړۍ د زرګونو څارنيزو سټېشنونو د معلوماتو پر بنسټ، يوازې شاوخوا ۱۷ سلنه ښارونه د روغتیا د نړيوال سازمان (WHO) لهPM2.5 کلن معيار سره سمون لري.
په جنوبي اسيا او افريقا کې د PM2.5 کلنۍ کچه له هغې اندازې، چې د روغتیا نړیوال سازمان یې سپارښتنه کړې، (په هر متر مکعب کې ۵ مايکروګرامه) لږ تر لږه لس چنده زياته ثبت شوې ده.
راپور وايي چې په ټوله نړۍ کې د هوا ککړتيا لا هم په زیاتېدو ده. که څه هم په ځينو ښارونو کې لږ ښه والی راغلی، خو ډېری خلک لا هم داسې هوا تنفسوي چې په لنډمهال او اوږدمهال ډول د روغتيا لپاره جدي خطر لري.
دا راپور د جنوبي اسيا، منځنۍ اسيا او ختيځې اروپا په ښارونو کې د هوا د ککړتيا دوامدارو ستونزو ته اشاره کوي او د ککړتيا د کمولو، د پاکې انرژۍ د کارولو، او د نړيوالې همکارۍ پر اړتیا ټينګار کوي.