پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+راځئ!! چې یو بل ته ښکنځلې کوو | نعمت‌الله صدیقي

راځئ!! چې یو بل ته ښکنځلې کوو | نعمت‌الله صدیقي

په کابل د واورو خبرونه راغلي دي؛ خو زموږ د افغاني ډایسپورا (بهرمیشتي هېوادوال) په شمول د سوشل رسنیو سیاسي زغم او نظریاتي ټمپریچر یا تودوخه یې تر سلو هر وخت داسې اوښتي وي، چې د هیڅ خبرې، مکالمې او زغم خبرې ته د ټینګې نه دي؛ ته وا له هر طرفه په دې حمام کې یوازې همدا بل طرف لغړ ولاړ دی او هر سړي له غوږه یوه بل غوږو رانېولی او پر نورو یې د منلو او تپلو په هڅه او هاند دي، لکه دوی ته چې نه وي معلومه، چې هره تپنه استبداد دی او د هر استبداد تر شا استعمار او استثمار وي او د استعماري ښامارانو که نظریې او فکرونه هم وي؛ خو ولې مخ و څټ یې نه وي.

 

تر هغې چې د تاریخ قضاوتونو او لیدلوریو ته په داسې یوه طرفه اړخ ناست یو، مانا دا چې لا هم د ښامارانو په طرفونو ولاړ یو، د ښامارانو او مارانو ساتل او پالل د پاړوګرو او مداریانو بوختیاوې دي، موږ خو نه د ښامارنو په وخت خېر لېدلی او نه مو یې په پالنه او ساتنه شل کړې، بده یې لا دا چې د همدې رسم و رواج یا په تا ویلي او ما ویلي یې یو بل سره پړه او مړه هم ګڼو.

 

دا د تاریخ جبر دی؛ خو له سایل صاحب په ډېر احترام په دغه زماني او مکاني تقطعې او مواردو کې دا جبر هیڅکله نازولی نه دی؛ بلکې د یوه ډېر لوی او د ستر ملت او تهذیب نازولي یې جبري لاندي کړي او تر هرې خبرې او مکالمې یې غورځولي دي، چې له نورې دنیا برعکس د نظریو او فکري ژمنتیاو بسترونه هم ورته اور او جهنم ګرځیدلي او هر هغه څوک په کې سور مخ دی؛ چاته چې ډېرې ښکنځاوې، سپکې او سپورې زده وي او کولای یې شي.

 

موږ نه وایو، چې د اختلاف موارد دې نه وي؛ خو تکراراً یې وایو، چې د اختلاف پوله او برید دې معلوم وي، دوښمني د هیڅ سیاسي، فکري او نظریاتي ګوند او تمایل ګټه نشي تضمینولی؛ خو زیان یې د یوه روغ ملت، قوم او نظریو پر تاوان د بېخ و بنیاد نړول دي، ځان او بل مسخه کول دي، پر خپل بایللي عظمت او برم لا خاورې اړول او مسخره کول دي.

 

موږ که د یوه روښانفکره نسل په توکه د معاصرې نړۍ معاصر علوم، طاقت یا زور، سیالي، اعتدال او یا په ټوله کې یې معاصریت درک کولای شو، نو دا به یې حتمي او مهمه وي، چې په کې د خبرو، انتقاد او د زغم شعور اخیستنه به یې اولین شرط وي، تر هغې چې بل نشو اورېدلی او پوهولی د خپلې هغه پوهې او اورېدنې په اړه مو یې هم شک طبعي او د بل حق دی او نورو ته د زغم، حوصلې او خبرې تلقین هم بیا غېر شعوري او غېر علمي منطق او تلقین دی. بل پړول او ملامتول د خپلې هغه نظریې د ګټې او لاسته راوړنې مصداق هم نشي کېدای، ځکه نظریې ماتونې نه؛ جوړونې او روغونې کوي، بدامنۍ او جګړې او انساني بحرانونه د فکري غورځنګونو هدف نه وي، هوساینه او سوکالي یې اصل هدف او موخه وي، هغوی چې د هرې نظریې او فکر پلویان دي؛ خو چې د مکالمې، زغم او د خبرو تومنه نه لري؛ اصلاً دوی د خپل افراطي ذهنیت له مخې د جګړو خام مواد جوړوي او د انتهاپسندۍ انګیزې خپروې او دا ملطقاً افراطیت هم دی.

 

هغوی چې په کور دننه ورو، وطنوال او د خپلي خاورې له یوه عام وګړي سره د فکر، نظریې او خبرو تامل، زغم او د مکالمې مخه نه لري؛ بې شکه چې دای به هر څه وي؛ خو معاصر انسان ځکه نه دی، چې د اوسمهالي یا معاصر انسان د مثبت او هوسا ژوند کولو لپاره اولینه ځانګړنه یې همدا د فکر، زغم او مکالمې شایستګي ده؛ نه تحمیل یا بلوسېدل او ګډوډي رامنځته کول.

 

که خبره د درد یا دروندوالي وي؛ نو د هغه ټولو ښکېلو خواو پر ټول منطق او داعیو هر باشعوره بنده هغه وخت او اوس هم حیران دي، چې پر دې ښکلي او واورو پوښل شوي کابل به یې لا څنګه د ډز او توپونو زړه کېده او لا پر کنډوله وجود به یې ولې د چا زړه نشوای چاودېدلی، بیا دا چې د نظریو او ایزمونو په جنګ کې همدغسې لکه دا د نن چې د خبرې او مکالمې غږ او زوږ یې هم د اور او ښکنځلو مترادف و. که پر مثالونو مې خپه کېږئ!! یو ځل ټول هغه طرفونه او د هغوی سرټمبګۍ او غلطۍ هر څوک په خپله د خپل ګرېوان په تیوري او تمایل کې وګورئ؛ که یې پر خپله نظریه او ملي وجدان ملامت نکړئ، ماته ښکنځل وکړئ او زه یې د یوه فرد په حیث د زغم تاوان اخلم او منم؛ کنه پېنځه لسیزې چې مو په ښکنځلو، ترټلو او سپکاویو ونه ګټلی شوه، تر ما یې هم د ګټنې سوچ مه کوئ او که ګټه یې ممکن وه، بیا غږ راوکړئ، چې یو بل ته ښې ډېرې ښکنځلې وکړو.

 

کالم/ رنسانستان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...