تاند(شنبه، د سلواغې/ دلوې ۴ مه) په امریکا کې محکمې په یوه نادره قضیه کې، له طلاق وروسته د مېړه له لوري د ورکړل شوي پښتورګي (گردې) د بېرته اخیستلو غوښتنه رد کړه. د نیویارک لوړې محکمې پرېکړه وکړه چې د امریکا د قوانینو له مخې، د انسان غړي نه د واده شتمني ګڼل کېږي او نه هم د پیسو په بدل کې بېرته اخیستل کېدای شي.
د محکمې د اسنادو له مخې، ډاکټر ریچارډ باتیستا په ۲۰۰۱ کال کې د خپلې مېرمنې د ژوند ژغورلو لپاره خپل پښتورګی ورکړی و. وروسته چې د دوی واده پای ته ورسېد، هغه ادعا وکړه چې دا پښتورګی یوه مشروطه تحفه (عطیه) وه چې له بریالي واده سره تړلې وه، نو ځکه باید د طلاق په صورت کې بېرته ورکړل شي یا یې بیه ورکړل شي.
مېړه حتی له محکمې وغوښتل چې د پښتورګي بیه یو نیم میلیون ډالر وټاکي، خو محکمې دا غوښتنه رد کړه. محکمې وویل چې د انسان غړي د واده شتمني نه ده او د طلاق پر بنسټ د بېرته ستنولو غوښتنه قانوني نه ده.
د حقوقي کارپوهانو په وینا، دا قضیه د انساني اخلاقو، طبي اصولو او د واده د شخړو حساسو اړخونو ته اشاره کوي، او محکمې پکې انساني ارزښتونو او اخلاقي معیارونو ته لومړیتوب ورکړی دی.
دې پرېکړې په ټوله نړۍ کې پام ځان ته اړولی او د انساني غړو د بخښلو یا عطیې د قانوني او اخلاقي اړخونو په اړه یې نوې بحثونه راپارولي دي.
سره له دې چې د ډاکټر ریچارډ باتیستا دا غوښتنه، ظاهراً مسخره او خندوونکې ښکاري، خو په خواله رسنیو کې ځینو امریکایانو په خپلو تبصرو کې ویلي چې باتیستا په حقیقت کې خپله ورکړې مینه بېرته غوښتې ده. هغه له خپلې ماندینې سره د ډېرې مینې په خاطر هغې ته د خپل بدن ټوټه ورکړه خو هغې ورسره خیانت وکړ.
ویل شوي چې ډاکتر باتیستا له دې کبله له خپلې مېرمنې جلا شوی چې هغې له بل چا سره په پټه تار ځغلولی و.
امریکا د متمدن او مُډرن زامبی زانګو ده.
څو کلونه مخکی د تکزاس د ښار په یوه کوڅه کی یو یو تور بوستی ځوان روان ۇ، ناببره ئی پام شو چی یو پنځه کلن هلک د بیلډینګ د څلورم پوړ د بالکون څخه مځکی ته د رالویدو په حال کی د هلک د ژغورنی په موخه ئی ور ټوپ او غیږه ئی ورکړه، د هلک د کیڼ لاس هډوکی او د ژغورنکی ځوان اوږه لږ غوندی زخمی شوه. د هلک مور په تلوار د کور څخه را کوزه شوه او هلک ئی د امبولانس په ذریعه ناروغتون ته ورساوه.
څو ورځی وروسته ئی د ژغورنکی ځوان په وړاندی حقوقی دعوه وکړه چی ګواکی ځوان د ژغورنی په وخت کی له لازم احتیاط څخه کار نه ۇ اخیستی نو ځکه د هلک د لاس هډوکی ژوبل شو. د هلک مور ادعا وکړه چی ځوان باید هلک ته نیم میلون ډالره غرامت ورکړی.
محکمه پیل شوه او ښځی د قاضی او وکیل په حضور کی په اصطلاح جَت پُلی پیل کړه.
ژغورونکی ځوان هم هګ پک ناست ۇ چی کیسه خرابه نه شی.
قاضی د هلک د مور د ادعا تر اوریدو وروسته وویل چی د محکمی فیصله به بله هفته اعلان شی. د هلک مور خوښه او هیله منده وه چی ګواکی ادعا او د غرامت غوښتنه به ئی ومنله شی. کله چی یوه هفته وروسته محاکمه پیل شوه قاضی د هلک مور ته په عصبانیت وویل چی د اخلاقی سرحد څخه ئی په بی شرمی پښه اړولی او د ځوان قربانی ئی نادیده ګڼلی ده. د هلک مور ئی ددی مُډرن چور او چپاول د اقدام په جرم دیرش زره ډالره جریمه کړه.