پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+د عبدالمالک بېکسیار فکري میراث

د عبدالمالک بېکسیار فکري میراث

پوهندوی آصف بهاند

موږ چې لا له‌پخوا نه د غمونو په زانگو کې زنگول شوي یو، د خوښۍ یوعادي پـړق او غږ ته هم څڼې اړوو او خوښي ورته کوو، نن همداسې یوه‌ورځ ده. نن زموږ د فرهنگي ملگري عبدالمالک بېکسیار د کتابونو د مخکاته ورځ ده او زه یې د جشن او خوښۍ‌ ورځ گڼم.

د کتابونو د مخ‌کاته په پلمه فرهنگیان او د نظرخاوندان، د مؤلف یا شاعر ځانگړي ملگري سره راټولېـږي او د خوښیو په څپو کې د شاعر/ لیکوال او د هغه/ هغې د ترسره‌کړو فرهنگي کارونو او د نوو چاي‌شوو اثارو ښیگڼې یادوي او محفل په ټول کې د خوښۍ او مثبتو نظریاتو ټولگې ته ورته وي.

دا محفل د بېکسیار د دغو نویو چاپ شوو کتابونو په پلمه جوړ شوی دی:

ــ د چغوڅکه،

ــ وسواس،

ــ شرم له سپي (چکرنامه).

زه بېکسیار صاحب ته د نویو چاپ‌شویو کتابونو مبارکي وایم، خپله بریا او خوشحالي یې گڼم، خو تراوسه مې یاد نوي اثار لیدلي نه‌دي، ځکه یې د شکل او محتوی په باب څه نه‌شم ویلی، خو درانه دوستان دې داسې نه‌انگېري چې زه به د بېکسیار د فرهنگي شخصیت یا فرهنگي پرودوکشن په باب څه نه وایم.

ما د عبدالمالک بېسکیار پر شعر باندې، د ده پرژباړو باندې او ځینو نورو داسې فرهنگي کارونو باندې مقالې لیکلي دي چې ښایي ډېری خلک لا پرې خبر هم نه‌وي.

ما تراوسه د بېکسیار د فرهنگي شخصیت په باب دا لاندې مقالې لیکلې دي:

ــ د بـېکسیار د ډک زړه څپې

(د عبدالمالک بـېکسیار د ژوند او شاعرۍ لنډ جاج)،

لینک

ــ ډنمارکۍ ژبې ته د بېکسیار د شعرونو ژباړې «د هندارو سیوري Spejlenes skygger»،

لینک

ــ د ډنمارک په تعلیمي نصاب کې د پښتو شعر پل (نړیوالې کیسې).

لینک

ما د بېکسیار په باب د خپلې یوې لیکلې مقالې په ترڅ کې یولنډ بحث کړی دی چې هغه ته باید د  بیسکسار د هغه وخت بیلیوگرافي وویل شي. هلته ما د څېـړنې د اصولو له مخې دې ته اشاره کړې ده چې ترما مخکې د بیکسیار د ژوند او فرهنگي شخصیت په باب چا څه لیکلي دي. په هغو کې ما هغه کسان یاد کړي وو چې د بېکسیار په باب یې لیکنې زما له نظره تېرې شوې وې. په خپله یاده مقاله کې ما داسې لیکي وو:

«د بیکسیار پر کلام او افکارو باندې تر دې کرښو وړاندې نورو د نظر خاوند فرهنگیانو هم خپل نظرونه لیکلي دي، زما له نظره دا لاندې ښاغلو او آغلو لیکنې تیرې شوې دي:

ــ نورالبشر نوید،

(«د بیکسیار سوچونه او کږلیچونه»، د سوچونه او کږلیچونه شعري ټولگه مقدمه، الف مخ)

ــ سید صابرشاه صابر،

(«د ډنمارک پښتون شهزاده»، د سنځل گل په شپو کې شعري ټولگه، د پشتي دویم مخ)

 

ــ اسماعیل یون

(«بېکسیار د بې هویتۍ په دریاب کې، د هویت ډیوه»، د سنځل گل په شپو کې شعري ټولگه، د مقدمې لومړی مخ،)

ــ صفیه صدیقي

(«د سنځل گل په شپو کې، یو ښکلی نوم ـ څو ښکلي شعرونه»، د سنځل گل په شپو کې شعري ټولگه، د مقدمې اتم مخ)

 

ــ ممتاز ارمان،

(د بیکسیار لنډه پیژندنه، د سنځل گل په شپو کې، څلورمه پښتي)

 

ــ اجمل اند،

(«باد د شینشوبو بوټی لړې، لړې»، (هیله مجله، پرلپسې اتلسمه گڼه، دریم کال، ۴۶۲ مخ)

د سویدن په مالمو ښار کې د بیکسیار او نجیبه سارا بیاباني د لمانځغوندې په ترڅ کې، اجمل اند د بیکسیار پر شاعرۍ مفصلې خبرې وکړې.

ــ انجنیر گلمانشاه ودیر صافی،

د سویدن په مالمو ښار کې د بیکسیار او نجیبه سارا بیاباني د لمانځغوندې په ترڅ کې ښاغلي ودیر صافي د بیکسیار مفصل ژوند لیک وړاندې کړ.

 

او…»

(بهاند آصف، ژوندي‌یادونه، خپرندوی: په خپله لیکوال، د خپرېدوځای: ډنمارک، ۲۰۲۵ ام کال جنوري، ۱۴۷مخ)

تر دې وروسته هم کېدای شي د بېکسیار د ژوند او قلم په باب نورو قلموالو هم څه لیکلي وي، چې نه لیدل یې زه خپل قصور گڼم؛ تر ټولو ښه بېلگه یې چې زما له نظره تېره شوې ده، د نعمت‌الله صدیقي «د «نا ویلو» خبرو لیکوال» ترسرلیک لاندې مقاله ده چې د ۲۰۲۵ ام کال د اگست پر شپـږمه په تاند کې انلاین شوې ده.

په اوسني بحث کې غواړم تاسو درانه حاضرین او لوستونکي لومړی پردې خبره خبر کړم چې بیسکیار د ډنمارک په تعلیمي نصاب کې د پښتو شعر پل ته لار پرانستلې او وروسته تر هغه د بېکسیار د شعر یولنډ جاج وړاندې کړم.

د ډنمارک په تعلیمي نصاب کې د پښتو شعر پل:

عبدالمالک بېکسیار په ډنمارک کې د خپلو اوسېدو او ژوند کولو په موده کې د نورو فرهنگي خدمتونو تر څنگ توانېدلی دی چې د یو شمیر ډنمارکي فرهنگیانو په مرسته د پښتو شعر بېلگي د پښتو لنډیو څو بېلگې د ډنمارک د تعلیمي نصاب په یوه مرستندی درسي کتاب کې د ډنمارکیانو له پاره  ځای پر ځای کړي.

دا مرستندوی درسي کتاب «verdenshistorie» (نړیوالې کیسې) نومېـږي چې په ۲۰۰۹ ام کال کې چاپ شوی دی. په دې کتاب کې له افغانستان څخه د ښاغلو: استاد صدیق پسرلي او پېرمحمد کاروان د کلام یوه ـ یوه بېلگه او د لنډیو شپـږ بېلگې له ډنمارکي ژباړې سره راوړل شوي دي.

د شعرونو او لنډيونو انتخاب او توزیحات یا پېژندنه او مقدمه هم ښاغلي عبدالملک بېکسیار په ډنمارکي ژبه ورته لیکلې ده. د نورو معلوماتو له پاره وگورئ:

«بهاند آصف، ژوندي یادونه، دویم ټوک، په انلاین بڼه د خپـریدو نېـټه: د ۲۰۲۳ ام عیسوي کال فبرورۍ میاشت، خپرونکی: افغان جرمن پورتال، ۵۱ ــ ۷۷ مخونه»

د بېکسیار شعر ته یوغلچکی نظر:

 

کومه‌مقاله چې په ۲۰۱۸ ام کال کې د « د بـېکسیار د ډک زړه څپې» ترسرلیک لاندې ما د بېکسیار د شعر پر شکل او محتوی باندې لیکلې او خپره کړې ده، د هغې مقالې په پیل کې داسې راغلي دي:

«… وروسته له ډیرو کلونو دا دی بېکسیار، له ما سره د یارۍ یا وطندارۍ تار وپاله او په یوه محفل کې یې خپلې دوې شعري ټولگې:

ــ لکه خوب هغه وختونه،

ــ د څپو چې زړه را ډک شي.

په ډیره مینه راكړې. زه هم په لا ډیره مینه ورته کېناستم، بیکسیار مې په خیال کې په څنگ کې کېناوه، له پیل نه تر پایه مې په شاعرانه احساس او مینې سره یادې شعري ټولگې له نظره تیرې کړې.

د دواړو شعري ټولگو له پاره ښکلي او شاعرانه سرلیکونه غوره شوي دي چې د ټولگو له محتویاتو سره پوره اړخ لگوي. د بیکسیار دا دوې شعري ټولگې د پښتو ژبې او پښتو شعر په بډاینه کې ارزښتمن رول لوبولی شي او د پښتو شعر په خزانه کې یې دوه نور لالونه گڼم.»

(بهاند آصف، ژوندي‌یادونه، خپرندوی: په خپله لیکوال، د خپرېدوځای: ډنمارک، ۲۰۲۵ ام کال جنوري، ۲۳۶ ــ ۲۶۹ مخونه)

لینک

ما د بېکسیار د شخصي او فرهنگي ژوند او سبک په باب ویلي دي:

بېکسیار د خپل ورځني ژوند، شعر او خبرو کولو یو ځانگړی انداز او جلا سبک لري چې په بل چا کې نه دی لیدل شوی، تُورت او سپـیـن سپیڅلی غږېـږي، په خبرو کې د ډیر بندیز پلوي نه‌دی او دومره د چا خیال نه ساتي، څه یې چې په زړه کې وي، مخامخ یې وايي، اوس د ډنمارک په کوپنهاگن ښار کې اوسیـږي، په فرهنگي چارو کې فعال او مطرح شخص دی او د پښتو شعر او ادب د لا غوړیدو په پار، د «پانوس» له پتنگانو سره وزرې ښوروي.

د بېکسیار د همدې کتابونو د چاپ په درشل کې له ما نه وغوښتل‌شول چې د بېکسیار د شعر په باب خپل نظر څرگند کړم چې دوی یې بیا د بېکسیار د کومې شعري ټولگې په مقدمه کې د نورو نظریاتو په ملتیا خپروي؛ ما یوڅه ولیکل، څو کرښې یې دا دي:

«… بېکسیار د میدان‌ښار له «زیبوداغه» د ډنمارک تر کوپنهاگن پورې راورسید، خو د میدان ښار د سنځل‌گل جمال و کمال و ښه بوی یې هیر نه کړ، تراوسه هم ځان د همغو وطني سنځلو ترسیوري لاندې یو شډل کلیوال پښتون گڼي او د سنځل‌گل بوی یې اوس هم شعرلیکلو ته هڅوي. د بیکسیار شاعري، د پښتو ژبې او پښتو شعر په بډاینه کې ارزښتمن رول لوبولی دی، ما ته د بېکسیار هره شعري ټولگه، د پښتو شعر په خزانه کې د جلا ـ جلا لالونو حیثیت لري. بېکسیار په خپل شعر کې خپل فکر او هویت په سمه ټوگه ځلولی دی، بېکسیار د خپل ورځني ژوند، شعر او خبرو کولو یو ځانگړی انداز او جلا سبک لري چې په بل چا کې نه دی لیدل شوی، بیکسیار د مطالعې له ښه قوي بگروند سره، په پخوانیو او نویو شعري قالبونو کې له نوښتونو سره، نوې تجربې کړې دي.»

د بېکسیار «لکه خوب هغه وختونه» شعري ټولگه چې ما لوستله په لومړي گام کې مې هغه شعري انځورونه په نښه کړل چې یا ما ته نوي وو او یا مې د دې له پاره ډیر خوښ شول چې بیکسیار په نوې بڼه او خپل ستایل کارولي دي. د یادو انځورونو څو بیلگې دا دي:

«ــ د چا له یاد سره غږیدل،

 

ــ د خیال د خونې ځنځیر،

 

ــ په کوڅه کې د اشنا خیال،

 

ــ د کوترو بنډار،

 

ــ د شوتلې وږم،

 

ــ ونې ته ژړل،

 

ــ د ناوې شپیلۍ (د اوبو ناوه)،

 

ــ د سنځلو د گل گونگه ترانه،

 

ــ د وږمې ښکالو،

 

ــ ښاخ له باد سره غږېدل،

 

ــ د وړانگو سیالي،

 

ــ مړاوي کاته،

 

ــ د موسکاوو جنازه،

 

ــ د وسواس دروازه،

 

ــ هوس ته قیضه اچول،

 

ــ د احساس مالگه،

 

ــ د غم تربور،

 

ــ د کرکې ښار،

 

ــ د زړه په کور کې فریاد میلمه کول،

 

ــ په توبو کې د اور شیندل،

 

ــ رنگړی پل،

 

ــ مات سیوری،

 

ــ پر ښکلو باندې عریضه کول،

 

ــ د کتاب زړه،

 

ــ د مسک نظر باران،

 

ــ د ځوانیمرگو هیلو لو،

 

ــ خیال د غره پر سر دېره کول،

 

ــ د مماڼو جنازې،

 

ــ د باغ وروستۍ سلگۍ،

 

ــ د پاڼو جنازې،

 

ــ د زاڼو جنازې،

 

ــ رنگړی سیوری،

 

ــ د اوښکو زلزله،

 

ــ د زړه بازار،

 

ــ د هجر سیلۍ،

 

ــ د سترگو د غزل مقدمه،

ــ «د وچ لښتي د اوبو گونگه زمزمه لیکمه…»،

د ردیفونو اوږوالی د بېسکیار د شعرونو بله منحصر په فرد ځانگړنه چې یا د اوسنیو شاغرانو په شعرونو کې بیخي نه‌شته او یا د گوتو په شمار ده.

اوږده ردیفونه د پخوانیو شاعرانو په شعرونو کې ډیر لږ لیدل شوي دي. یوه بیلگه یې ما لا پخوا د خوشال پـیـژندنې د مضمون د تدریس په وخت کې په نښه کړې وه، دا یې دوه بیتونه دي:

لـه حاله یې خـبر شه! کـه شته ـ شته، که نه شته، نه شته

قـلاش و قــلـنـدر شه! کـه شته ـ شته، که نه شته، نه شته

 

کـــه لــــږه ده کـــــه ډیــــره، واړه ونــیسـه پـــه تــېـره

په خوی د پیغمبر شه! که شته ـ شته، که نه شته، نه شته

(خټک خوشال، د خوشال خان خټک کلیات، اوډنه ـ پرتلنه ـ سمون او ویـپانگه د عبدالقیوم زاهد

مشواڼي، خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۴ ل / ۲۰۰۵ ز کال، ۲۰۰ ام مخ)

دا د بېکسیار د اوږدو ردیفونو دوې لنډې بېلگې دي:

بیرته به اسمان شي شین، زړه ته خو مې نه لویږي

بیا به هغه شان شي شین، زړه ته خو مې نه لویږي

 

شـاړو د امـیـد کـې بــه، دښـتـو د حـسرت کــې بــه

بـیـا کله ارمان شي شیـن، زړه ته خو مې نه لویږي

(لکه خوب هغه وختونه، ۷۵ ام مخ)

اوس هغه اور نه په رباب نه په نغمه کې شته دی

د مـیـنې شور نه په رباب نه په نغـمه کې شته دی

 

د یار په یـو وار سندریـز کـاتـه کې څومره جوټې

هومره ټکـور نه په رباب نه په نغـمه کې شته دی

(لکه خوب هغه وختونه، ۸۱ ام مخ)

بېکسیار د خپلو نورو نوښتونو ترڅنگ، په قافیه کې هم نوښت کړی دی. ده په قافیه کې داسې یو نوښت کړی دی چې ما یې تر اوسه بیلگه چېرې لیدلې نه ده. د ده په «لکه خوب هغه وختونه» ټولگه کې د «ته را په یاد» ترسرلیک لاندې د شعر داسې یوه بیلگه راغلې ده چې د شعر د هر بیت لومړی نیم بیتی، د شعر تر پایه د ټولو بیتونو د لومړیو نیم بیتیـو سره همقافیه دی. دغه راز د شعر د لومړي بیت دویم نیم بیتی، د شعر تر پایه د ټولو بیتونو له دویم نیم بیتي سره هم قافیه دي. زه دا یونوي ادبی صنعت گڼم، باید د ادبي فنونو استادان یو نوم ورته وټاکي. دا د یاد شعر بشپـړ متن دی:

«ته را په یاد»

تـه را پـه یـاد سـتـا د لـومـړي دیـدن شیـبې را په یـاد

لکـه د سـرې اور پـټ، پـټ راتـه ځـیـگـر مې سیزي

تــه را پــه یـاد د تــا د مـیـنـې مــرحــلـې را پــه یــاد

غــواړم دروالــوزم، حــالات راتــه وزر مـې سیـزي

تــه را پــه یــاد راتــه د کـلــي هـنـگـامـې را پــه یـاد

قسم تــر اوسه هـــر سبــا هـــر مـازدیـگـر مې سیزي

تـه را پـه یــاد، د گــودر لارې او کــوڅـې را پـه یـاد

سوج د سپیرو، سپیرو کوڅو خیال د گودر مې سیزي

تــه را پــه یــاد، د تا کـاتـه جـوټې، جـوټې را پـه یـاد

لــکـه لـمـبه، لــکـه انـگـار او لـکـه لـمـر مـې سیـزي

تـه را په یـاد، د تـا د حسن ځـوانــې شپـې را پــه یـاد

راتــه روژه، راتــه بـــرات، راتــه اخـتـر مې سیـزي

تـه را پــه یــاد، د تــا خــبـرې او بــانــې راپـــه یـــاد

له خـلـکـو پټ پـنـا، لـه ځـان ســره اکـثـر مې سیـزي

ته را په یـاد، ستـا دې محـل کــې افـسـانې راپــه یـاد

اوس دغـه شاړې، دغـه دښتې، دغـه غـر مې سیـزي

تـه را په یاد، ستا د خـنـدا مـوسکا صـحـنې راپـه یـاد

خـو ورکـتی نه شم، ورگــورم چې نـظـر مې سیـزي

تـه را پـه یــاد، ستـا بـیـکـسیاره تــرانې راپـــه یــــاد

چې دومره سوی، رب به څنگه په محشر مې سیـزي

(بیکسیار عبدالمالک، لکه خوب هغه وختونه، ډنمارک، ۲۰۱۳ زکال،  ۹۹ ــ ۱۰۰ مخونه)

د بېکسیار د شعر د منځ‌پانگې په باب په لنډ ډول ما لا پخوا ویلي و او اوس هم په هماغه نظر یم چې بیکسیار په خپل شعر کې هیڅکله وطن، د وطن حالات او په وطن کې شته نا خوالې نه دي هېرې کړي او د اروپا په شرایطو کې هم، دی د وطن په ویر، ویرمن دی او ورته ژاړي.

یوازې ما او بیکسیار نه، بلکې ډیرو نورو شاعرو او غیر شاعرو مهاجرو به دا جمله یو ځل نه، څو ـ څو ځلې اوریدلې وي:

«عیش دې کړی دی، په اروپا کې ژوند کوې!»

د دې جملې ویونکي پر دې نه دې خبر چې د اورپايي عیش تر شا نورې څومره ضد عیش ناخوالې پرتې دي، پر هغو به نه غږیـږم، شاعر بیکسیار سره له دې چې د همدې عیش؟ دایره کې ژوند کوي، خو د خپل وطن ناخوالې او خونړۍ پېښې یې د زړه په سترگو لیدلې اوریدلې او حس کړي دي او بیا یې په تراژیکو هنرمندانه تورو باندې انځور کړې هم دي. بیکسیار په اروپا کې داسې عیش؟ هم کړی دی:

راتــــه مــخــکــې پـــرتــې لارې، اوښـکې وینې

وهــي سـتـرگــو نـــه مـــې دارې، اوښـکې وینې

د هــا پـــورې تـشـې خــونـې پــه زړه څــه بــه؟

چې یـې ور، غــولـی، هــنــدارې، اوښـکې وینې

ســتـا پـــرده دمــوكـــراسي ده، تــه مــعــلـوم یې

ستـا مسلـک مـرگی، ستــا چـارې، اوښـکې وینې

دوه «بي دوه پنځوس» دا اوس ترینه واپس شوې

د گـــودر غــــاړې شـــودیــــارې، اوښـکې وینې

د غــــم داســـــې قـــــافــلـــه دلــتــــــه راغـــلــې

دښـتـې، غـــــرونــه او هــــوارې، اوښـکې وینې

ستــا بــیــړۍ د ظــلــم ډوبـــه بــه کــړي وخــتـه

دا پـــه ستـرگـــو کــې ایـســـارې، اوښـکې وینې

د زمــــان فـــرعــون تـــه یـو مـوسی په کار دی

بــیـکسیاره! څــو بــــه شــمــارې، اوښـکې وینې

(لکه خوب هغه وختونه، ۱۱۴ ام مخ)

بیکسیار خپل مخاطبین د خپل شعر په وزرو سفرونو ته هم بیايي. دی د شعر د یو ښه تعریف پر اساس (شعر یوه نا پیژندلي هیواد ته سفر دی.) په خپل شعر کې داسې څه بیانوي چې لوستونکی په ریښتیا یوې نا پیژندلې سیمې یا هیواد ته بیایي:

ور لاندې سر نیسم، د غم کاڼی پرې پاس اچوم

لـکــه مـاشـوم پــه رڼــاگــانــو پـسې لاس اچوم

دا ځل که راغی اشنا ږدمه په مـړوند ورته سر

تـورې تـمـبـې بـه دروازو تــه د وسواس اچـوم

اوبـه د رحـم د اشـنـا پـه زړه چې رانـغـلې هیڅ

مـاشوم هـوس ته بـه مجـبـور قیضه د اس اچوم

کـډې مې بـار دي ځم روان یـمه د ویـر له کلي

د غـم کـیسې تـه کـلـکـه غـوټـه د والـناس اچوم

نــور بـیـکسیاره هسې تـشې قــافـیـې نـه پـیــیـم

نـور شاعرۍ تـه مې لـږ مالگه د احساس اچوم

(لکه خوب هغه وختونه، ۵۲ ام مخ)

د پردیس ادب اړخونه که له پېښوره راواخله، ترماسکوه پورې، بیا اروپا او په گرده نړۍ راوسپـړې او اړخ‌پراړخ یې کړې؛ هماغه د نستالژیکو یادنو توفانونه په مخه درځي، د همدې نستالژیکو توفانونو په څپوکې زه بېکسیار د پردیس ادب په مخکښانو کې یاد شاعر او لیکوال گڼم. دې خبرې ته گران دوست ارشاد رغاند هم یو ځل اشاره کړې وه او ویلي یې وو چې:

«بېکسيار صاحب له شک پرته زموږ د تبعیدي شاعرۍ له مخکښانو دی…»

بیا یې یو شعر د بېلگې په ډول وړاندې کړی او تر شعر مخکې یې ورته لیکلي دي چې:

«… دا شعر خو یې ما لسګونه ځله لوستی او هر ځل را ته نوی و!»

دا هم د بېکسیار «بې‌وطني» چې زه د ټولو بې‌وطني ورته وایم او د هر پروطن میٔن افغان د زړه اواز یې گڼم:

بې وطني

بې وطني د کامې ګوړه نده

خواږه یې ستوني ته ور وځنځوه

بادام، پیستې یې ورپسې وژویه

په کټ کې ډډه شه نصوار واچوه!

بې وطني لکه د اوړي روژه

حلق به دې وچ، خوله به دې تل ترخه وي

زړه به دې تل خپه وي

او سوال به دا نه وي چې ولې خپه؟

غټ سوال به داوي چې په څه خپه وي؟

خو ځواب هېڅکله به هم نه مومې

زه مساپر که نه وای

ما به د یونګ، سارتر، فروید خبرې

د لاشعور مقولې

کله په ژوند کې هم منلې نه‌وای

خو اوس دا هېڅ بې هېڅه

چې مدام خوړین زړه ګرځم

بله لار نه لرم مجبور چې لاشعور ته به پنا وروړمه

او لټوم به پکې خپل د ځیګرخون عوامل

بې وطنۍ کې به مدام ستړی یې

ستړی پدې مانا نه

چې ته به کار نه کوې

بې وطنۍ کې خو به ستا بل نوم پنډي‌ماما وي

خو ته مدام به ستړی

ژوند ته شیمه به دې نه

څه ته هوس به دې نه

څه ته اسره به دې نه

ستړی به یې که نه یې؟

خو ته زړه ستړی به یې

چرتونو وړی به یې

له سبا تمه به دې غوڅه وي په توره چاړه

لکه سبا چې هېڅ راتلونکې نه وي

سم لکه مړی به یې

بې وطني لکه یو څه درنه ورک

بې وطني لکه په لټه د یو څه کې روان

بې وطني لکه په څار کې د څه

بې وطني لکه مدام په انتظار کې د څه

بې وطني لکه مدام چې اوس پېښېـږي به څه

که هېڅ هم نه کېـږي خو ته وایې چې کېږي به څه

بې وطنۍ کې به هر هر څه دریادېږي درته

داسې څیزونه، که وطن کې وای هم

په تمام ژوند کې به دې کله ورپام شوی نه و

داسې کسان به دریادېـږي، که وطن کې هم وای

په یوه پوله یا کوڅه، لاره کې

مخامخ شوي هم وای

نو بې سلامه به تېر شوي سره

زما دا تېرې د روژې څو ورځې

د بس تم ځای سره د جوخت هزارګي نانوایي

په یاد، سوچو تېرې شوې

چېرې به وي، څنګه به وي، څه به کوي؟ څومره زوړ شوی به اوس

ژوندی به وي که به مسعود وي حلال کړی د افشارو جنګ کې؟

که زه ورمخ شم ما به وپېژني؟

ښه پوهېدم چې زه یې نه خوښېدم

او ما په خپلو سترګو څوځلې لیدلی و چې

ماته له اړخه به یې

دوه درې سړې ډوډۍ هم

را ګډولې په تازه پخو کې

بې وطنۍ کې به دې هر څه ته سودا وي مدام هېڅ بې هېڅه

یانې چې خوشې چټي

زه یوه ورځ ماخستن

سم لېونی غوندې شوم

بس دا سودا راسره مل شوه چې د کلي ویاله وچه به وي؟

که به اوبه کې راځي؟

ښه راته پته چې وطن کې سمه نیمه شپه به

یوه ترورزي پسې مې زنګ وواهه

او ترې تپوس مې وکړ

بیا له بښنو او عذرونو وروسته

چې خدای پامان مو ووې

زما سودا شوه چې د کلي مخته

هغه زړه د شوړاتوتو ونه

چې یوه ښاخ یې د کلا پر دېوال سر ایښی و

وي لا ولاړه که به وړې زمانو ځان سره؟

بېرته مې بیا ترورزي ته زنګ وواهه

بیا تر بښنو او عذرونو وروسته بیا خدای پامان

شېبه لا نه وه تېره

بیا مې سودا شوه د مکتب د مخې

زوړ دوکاندار ته چې به مړ که ژوندی؟

ما وې ترورزی خو به لا نه وي ویده

خو داځل څومره مې زنګونه چې ترورزي پسې ور وډنګول

ترورزي قسم وکړ چې خدای که به شي

سږ څلورم کال یې شو

د دوکاندار مړي – ژوندي کې د ترورزي مړی – ژوندی رانه غیب

اې ته پوهېږې چې وطن یانې څه؟

وطن د تا د تن او ځان قواله

ستا د ضمیر او د وجدان قواله

وطن د تا د هر ارمان قواله

د تا د مینې د جانان قواله

وطن د تا د موجودیت پر هرزمان قواله

سر به دې څه در خوږوم، لنډه – اوږده یې دا چې

وطن د تا د عقیدې او د ایمان قواله.

لینک

که د بېکسیار شاعري په منظمه توگه له لومړۍ ورځې، بیا تر نن پورې مطالعه شي، وبه لیدل شي چې دی په تصویر جوړونه کې او د خپل فکر په لېـږد کې بریالی او مخ په بره روان دی.

بیکسیار د پښتو ژبې په خزانه کې درې نور قیمتي غمي وراضافه کړل او د خپلو نورو شعري ټولگو د تخلیق او خپرولو ترڅنگ، د پښتو ژبې د تخلیق او شاعرۍ پر دیواله باندې، نوې زرینې خښتې ور کېښودې.

په پای کې د دې خبرې یادول اړین گڼم چې زموږ د وطن د پنځوسو ورستیو کلنو په اوږدو کې، د افغانانو د ژوند په ټولو برخو کې بې‌شمېره ستونزې او گډوډۍ رامنځ‌ته شوې دي؛ اوس د فکري او فرهنگي پاشل‌تیا دروند بار زموږ فرهنگیانو او قلموالو ته ورله‌غاړې دی؛ په داسې حالت کې بېکسیار خپلو مخاطبینو ته، په تېره د نوي نسل له‌پاره څه ډول فکر کړی او څه ډول نظریات یې رامنځ‌ته کړي دي چې دوی ته په دومره تیاره ماحول کې ډیوه په لاس ورکړي او د خلاصون لار ورته‌وښیي. د دې پایله هغه وخت ترلاسه کېدای شي چې د بېکسیار اثار په ځیر سره ولوستل شي؛ د ده همدې اثارو ته زه د بېکسیار میراث وایم.

وروستۍ خبره دا چې ما بیکسیار ته د ده د فرهنگي خدمتونو په پار، خپل یو کتاب (د ډنمارکي فرهنگ څوغوره بېلگې، دویم ټوک) ډالۍ کړی دی. هغه توري چې د هغو په لوښو که ما خپله ډالۍ وړاندې کړې ده، داسې دي:

«اِهدا :

گران‌دوست عبدالمالک بېکسیار ته چې د خپلو نورو فرهنگي هڅو تر څنگ یې، د ډنمارک په تعلیمي نصاب کې د پښتو شعر او لنډیو ډیوه بله کړې ده.»

بېکسیار ته له ښې روغتیا سره

د اوږده عمر داسې هیله کوم چې

تل د شاعرانه احساس په ملتیا، له

خوښۍ، ترنم او رڼاوو سره مل وي!

تاند په انستاګرام کې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...