پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد افغانستان په جګړه کې د ناټو د نورو غړیو د رول...

د افغانستان په جګړه کې د ناټو د نورو غړیو د رول په اړه د ټرمپ پر څرګندونو غبرګونه دوام لري

تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۴ مه) د سویس په داووس کې د افغانستان د حکړې په اړه د امریکا د ولسمشر پر څرګندونو د ناټو د نورو غړیو غبرګونه دوام لري.

تر ټولو ډېر انتقادونه په افغانستان کې ټپي شویو بریتانیايي پوځیان او چارواکي کوي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ناټو سرتېرو د جګړې له لومړۍ کرښې څخه د ډډه کوله. هغه د افغانستان په جګړه کې د امریکا د متحدانو قربانۍ کم‌اهمیته بللې دي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د داووس د نړیوال اقتصادي فورم پر مهال له فاکس بزنس سره په مرکه کې د غیرامریکایي سرتېرو په اړه وویل:
«موږ هیڅکله هغوی ته اړتیا نه درلوده. موږ هیڅکله په رښتیا له هغوی څه نه دي غوښتي. هغوی به وایي چې افغانستان ته یې سرتېري لېږلي وو، هو لېږلي یې وو، خو هغوی لږ شاته پاتې شول، د جګړې له لومړۍ کرښې لرې.»

ټرمپ همداراز د ناټو پر دې ژمنتیا شک څرګند کړ چې که پر امریکا برید وشي، دا ائتلاف به د امریکا دفاع ته ودریږي که نه. د ناټو د ګډ امنیتي تړون پنځمه ماده د دې ائتلاف په تاریخ کې یوازې یو ځل فعاله شوې، هغه هم د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته.

اټکل کېږي چې د افغانستان په شل کلنې جګړې کې شاوخوا ۳۵۰۰ امریکایي او د ناټو د نورو غړیو سرتېري وژل شوي دي.

په هغو کې نژدې ۲۵۰۰ امریکایان، ۴۵۷ بریتانیایان، ۱۵۸ کاناډایان، ۹۰ فرانسویان، ۶۰ جرمنان او ۴۴ ډنمارکیان شامل دي. د نفوس تناسب ته په پام له امریکایانو وروسته تر ټولو ډېر تلفات ډنمارکیانو ته اوښتي دي.

د ناټو سرمنشي مارک روټې د داووس په غونډه کې له ټرمپ سره د دوه اړخیزې ناستې پر مهال د هغه د څرګندونو پر وړاندې غبرګون وښود.

هغه وویل: «ما پرون او نن واورېدل چې تاسې مطمین نه یاست چې که پر امریکا برید وشي اروپایان به د امریکا د ژغورنې لپاره میدان ته راووځي. اجازه راکړئ ووایم، هغوی به راووځي. او هغوی په افغانستان کې راغلي وو.»

روټې زیاته کړه: «لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، د هر دوو امریکایي سرتېرو پر وړاندې چې ووژل شول، یو سرتېری د ناټو د بل هېواد هم و چې خپلې کورنۍ ته بېرته راستون نه شو.»

یوه تقاعد شوي امریکایي اډمیرال، جېمز سټاوریډیس، چې له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۳ پورې د ناټو ستر قومندان و، هم د ټرمپ ادعا رد کړه. هغه وویل چې د هغه تر قوماندې لاندې سلګونه متحد سرتېري وژل شوي وو، او ویې ویل: «زه هره ورځ د هغوی د ساد درناوی کوم.»

په اروپا کې نړیوالو مشرانو وویل چې ټرمپ د هغو متحدانو د شلو کلونو قربانۍ بې‌ارزښته ګڼي چې له امریکایي ځواکونو سره یو ځای جنګېدلي او وژل شوي دي.

د بریتانیا صدراعظم کیر سټارمر د جمعې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې له ټرمپ څخه وغوښتل چې  بخښنه وغواړي او ویې ویل چې دا څرګندونې «سپکوونکې او په رښتیا هم د منلو نه دي».

 هغه زیاته کړه: «زه حیران نه یم چې دا خبرې د وژل شویو او ټپیانو د کورنیو لپاره ډېرې دردونکې وې، او په ټول هېواد کې یې خلک خوابدي کړي دي.»

د پولنډ صدراعظم ډونالډ توسک هم غبرګون وښود او د ۲۰۱۱ کال د ډسمبر ۲۲مې هغو مراسمو ته یې اشاره وکړه چې د افغانستان په جګړه کې د پنځو پولنډي سرتېرو د یاد لپاره ترتیب شوي وو.

هغه وویل: «هغه وخت امریکایي افسرانو راته وویل چې امریکا به د پولنډ اتلان هیڅکله هېر نه کړي. ښايي هغوی ولسمشر ټرمپ ته دا خبره ورپه یاد کړي.»

د فرانسې دفاع وزیرې کاترین ووترین هم وویل چې په افغانستان کې د فرانسوي سرتېرو قربانۍ «د درناوي وړ» دي.

خو د سپینې ماڼۍ ویاندې انا کېلي د جمعې په ورځ د ټرمپ د دریځ ملاتړ وکړ او ویې ویل چې د ناټو په چوکاټ کې د امریکا ونډه د نورو هېوادونو پرتله ډېره لوړه ده، که څه هم هغې د افغانستان د تلفاتو شمېر ته اشاره ونه کړه.

هغې وویل: «ولسمشر ټرمپ سم دی — د ناټو لپاره د امریکا ونډه د نورو هېوادونو پرتله ډېره زیاته ده. د هغه دا هڅې چې د ناټو هېوادونه یې اړ کړي چې دفاعي لګښت پنځه سلنې ته لوړ کړي، اروپا ته دا توان ورکوي چې د خپلې دفاع زیات مسوولیت پر غاړه واخلي. متحد ایالتونه د ناټو یوازینی غړی دی چې کولی شي د ګرینلنډ ساتنه وکړي، او ولسمشر له همدې لارې د ناټو ګټې پر مخ وړي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...