تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۴ مه) د خیبرپښتونخوا چارواکي وايي، تېره شپه قریشي موړ ته نژدې د سولې کمېټې د یوه غړي په کور کې د ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه پنځه تنه ووژل شوي او لس نور ټپیان دي.
د ډېره اسماعیل خان د پولیسو مشر (DPO) سجاد احمد صاحبزاده ویلي، چاودنه د سولې کمېټې د مشر نورعالم محسود په کور کې د واده د مراسمو پر مهال شوې ده.
ویل کېږي چې ګډونوالو اتڼ کاوه چې برید وشو. د چاودنې له امله د خونې چت راپرېوتی، چې له کبله یې د ژغورنې چارې له ستونزو سره مخامخ شوې او تر خاورو لاندې بند پاتې کسانو ته رسېدل سخت شول.
د ولسوالۍ د پولیسو مشر ډان ورځپاڼې ته ویلي: «دا ځانمرګی برید و.»
هغه زیاته کړه چې د ولسوالۍ په مرکزي روغتون کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.
په ځینو نورو ناتایید شویو راپورونو کې د وژل شویو شمېر شاوخوا ۱۳ تنه ښوول شوی دی.
د خیبرپښتونخوا د ژغورنې (ریسکیو ۱۱۲۲) ویاند بلال احمد فیضي په یوه بیان کې ویلي، د پېښې له ځایه پنځه مړي او لس ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.
نوموړي وویل، د پېښې ځای ته اووه امبولانسونه، د اور وژنې یو موټر او له ناورینونو سره د مقابلې یو موټر رسېدلي او د ژغورنې عملیات روان دي.
چارواکو سیمه کلابنده کړې او د پېښې د پلټنو لړۍ یې پیل کړې ده.
د لومړنیو راپورونو له مخې، د سولې کمېټې مشر وحیدالله محسود چې په «جګرې محسود» هم مشهور و، د وژل شویو کسانو په ډله کې شامل دی.
نوموړی پخوا د ټي ټي يۍ غړی و خو وروسته حکومت ته تسلیم شو.
د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي دا برید په کلکه غندلی او د صوبې د پولیسو له مشر څخه یې راپور غوښتی دی.
د یوې خبرپاڼې له مخې، هغه امنیتي ادارو ته لارښوونه کړې چې پېښه وڅېړي او عاملان یې وپېژني.
نوموړي ویلي، مسوول کسان به عدالت ته وسپارل شي.
هغه زیاته کړې: «صوبايي حکومت د شهیدانو له کورنیو سره په غم کې شریک دی او هر ډول ممکنه مرسته به ورسره وشي.»
له بلې خوا، د خیبرپښتونخوا والي (ګورنر) فیصل کریم کونډي هم د پېښې په اړه د راپور غوښتنه کړې ده.
د هغه د دفتر له خبرپاڼې سره سم، نوموړي ویلي: «د ډېره اسماعیل خان د برید ټپیانو ته دې بشپړه طبي مرسته ورکړل شي» او پر پېښه یې خواشیني څرګنده کړې ده.
یادونه کېږي چې د همدې میاشتې په پیل کې هم د خیبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې وسله والو د سولې کمېټې څلور غړي وژلي وو.
همدارنګه، د ۲۰۲۵ کال په نوومبر کې هم د بنو په ولسوالۍ کې د سولې کمېټې پر دفتر برید شوی و چې پکې اووه کسان وژل شوي وو.
پولیسو ډان ته ویلي وو چې په وژل شویو کې یو «ښه طالب» هم شامل و — دا اصطلاح هغه پخواني وسلهوال ته کارول کېږي چې دولت ته تسلیم شوی وي — او نور وژل شوي کسان د هغه خپلوان وو.