پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهډان: په افغانستان کې بند پاتې محصلان غواړي بېرته خپل هېواد ته...

ډان: په افغانستان کې بند پاتې محصلان غواړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي

تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۴ مه) نژدې ۲۰۰ پاکستاني محصلان چې د افغانستان او پاکستان د لارو د بندېدو له امله له څو میاشتو راهیسې په افغانستان کې بند پاتې دي، د تورخم له لارې د تېرېدو اجازه غواړي.

دا خبره د دوی استازو کړې ده.

د طالبانو چارواکو دوی ته ویلي چې د پاکستان ډیپلوماټیک ماموریتونه باید په رسمي ډول ورسره اړیکه ونیسي او د محصلانو لېست په رسمي مهر سره تایید کړي. خو له کابل او جلال‌اباد څخه له ستونزې سره مخامخ محصلانو ډان ورځپاڼې ته ویلي چې پاکستانی چارواکي دې کار ته چندان زړه نه ښه کوي.

طالبانو د جنورۍ پر ۱۲مه د ۲۶ محصلانو لومړۍ ډلې ته اجازه ورکړه چې له تورخم څخه واوړي، او پاکستانی چارواکو هم په ځانګړي ډول د همدې ډلې لپاره پوله پرانیستله.

خو هغه محصلاتن چې د جنورۍ پر ۱۳مه تورخم ته ورسېدل، تر اوسه د اوښتو اجازه نه ده ورکړل شوې، ځکه طالبان ټینګار کوي چې په کابل کې د پاکستان سفارت یا په ننګرهار کې د جلال‌اباد قونسلګري باید په رسمي ډول د لېست تصدیق وکړي.

په کابل کې د محصلانو استازو، ډاکټر ریاض‌الله وزیر او امان‌الله وزیر وویل چې زده‌کوونکو د ننګرهار له والي او همداراز د پاکستان د سفارت او په جلال‌اباد کې د قونسلګرۍ له مسوولانو سره ولیدل، خو ستونزه لا هم حل نه شوه.

په جلال‌اباد کې د محصلانو استازي ډاکټر نومان امیر وویل چې روان کړکېچ د دوی ستونزې لا زیاتې کړې دي او له څو میاشتو راهیسې په افغانستان کې بند پاتې دي. هغه زیاته کړه چې له پرله‌پسې غوښتنو سره سره، لا هم د دواړو خواوو له لوري د اوښتو اجازه نه ورکول کېږي.

هغه وویل: «د ډېرو زده‌کوونکو ویزې پای ته رسېدلې دي او د لارې د بندېدو له امله اسلام‌اباد ته سفر نه شي کولای. لسګونه زده‌کوونکي هم په پاکستان کې بند پاتې دي او په افغانستان کې د ازموینو او ټولګیو ته د حاضرېدو له ستونزو سره مخ دي.»

ډاکټر امیر چې د جلال‌اباد د طب پوهنځي د وروستي کال محصل دی، دا خبرې ډان ته کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي وویل چې په کابل کې د پاکستان سفارت له پاکستاني ټولنې سره په تماس کې دی او هغو کسانو ته مرسته برابروي چې ورسره اړیکه نیسي.

هغه د خپلې اوونیزې خبري ناستې پر مهال وویل: «موږ به دا وڅېړو چې دا شاوخوا ۲۰۰ محصلان څنګه اسانتیا ترلاسه کولای شي. دا مهال ژمنۍ رخصتۍ دي او کېدای شي ډېر محصلان د ستنېدو هڅه کوي. موږ به د سفارت له لوري د نوو معلوماتو تر ترلاسه کولو وروسته وضعیت وارزوو.»

خو ډاکټر امیر وویل چې د څو محصلانو مور او پلار په پاکستان کې وفات شوي، خو هغوی ونه توانېدل چې د جنازو مراسمو ته ځان ورسوي.

هغه وویل: «زموږ امتحانونه ختم شوي او په افغانستان کې د ژمي رخصتۍ هم پیل شوې دي، خو بیا هم محصلان پاکستان ته نه شي تللی.»

هغه زیاته کړه چې محصلانو د دواړو خواوو له چارواکو سره اړیکه نیولې، خو هېچا «زموږ ستونزې جدي ونه ګڼلې».

هغه د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف او ولسمشر آصف علي زرداري وغوښتل چې د دوی وضعیت ته پام وکړي او د ستونزې د حل لپاره اقدام وکړي.

یوه پاکستانی چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ډان ته وویل چې د تورخم پوله باید یوازې د دوو ورځو لپاره، یعنې د جنورۍ په ۱۲ او ۱۳ پرانیستې وای. هغه وویل پاکستان دا پرېکړه وروسته له هغه وکړه چې محصلانو په یوه ویډیو کې وویل چې افغان لوري ورته د اوښتو د اجازې ورکولو ژمنه ورکړې ده.

هغه وویل: «موږ په اسلام‌اباد کې سلا مشورې وکړې او پرېکړه مو وکړه چې د خپلو محصلانو لپاره تورخم پرانیزو، خو اوس طالبانو د اوښتو لپاره شرطونه ایښي دي.» هغه زیاته کړه چې پاکستان حتی د جنورۍ له ۱۳ وروسته هم د نورو محصلانو لپاره د پولې پرانیستلو ته چمتو و.

ستونزه هغه مهال پیل شوه چې زده‌کوونکي د جنورۍ پر ۱۳مه تورخم ته ورسېدل، په داسې حال کې چې لومړۍ ډله لا دمخه پاکستان ته تللې وه.

زده‌کوونکو په انلاین خپره شوې ویډیو کې وویل: «موږ دوه شپې په تورخم کې تېرې کړې او هیله مو لرله چې پوله واړو، خو داسې ونه شول.»

یو زده‌کوونکي وویل چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دوی ته ویلي چې باید لېست د پاکستان د سفارت له رسمي مهر سره تایید شي. هغه ادعا وکړه چې نه سفارت او نه هم قونسلګرۍ دا غوښتنه ومنله. خو د قونسلګرۍ یوه چارواکي وویل چې ماموریت له زده‌کوونکو او همدارنګه په اسلام‌اباد کې له چارواکو سره په تماس کې دی تر څو ستونزه حل کړي.

په اسلام‌اباد کې یوه چارواکي وویل چې پاکستان به له طالبانو سره کوم رسمي تماس و نه نیسي.

هغه وویل: «که هغوی زده‌کوونکو ته د اوښتو اجازه ورکړي، موږ به د پولې دروازه پرانیزو.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...