Homeخبرونهننګرهار کې د واورې پر سر شخړه؛ یو کس وژل شوی، درې...

ننګرهار کې د واورې پر سر شخړه؛ یو کس وژل شوی، درې ټپيان دي

تاند ( شنبه د سلواغې ـ دلوې ۴مه) ننګرهار کې امنیتي مسوولان وایي، د دې ولایت په شېرزاد ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې پرمهال یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې دا شخړه کوڅې ته د بامونو واورې اچولو په خاطر د لفظي شخړې په پایله کې رامنځته شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې د پېښې عاملین نیول شوي او تر څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راپدېخوا د هېواد په نږدې ټولو ولایتونو کې درنې واورې وشوې چې له امله یې تر دې دمه له ۲۰ ډېرو کسانو ژوند بایللی او میلیونونه کسان له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوي دي.

بل لورته بیا ډېری هېوادوال سږنۍ واورې ته خوشاله دي او دا د یو اباد کال لپاره  مهمه بولي.

1 COMMENT

  1. په قصاص کی ژوند دی نوره مه خوښه چی عملی کوی یی کنه. کچیری ملامت طالب یا د طالبانو خپوالی وی نباید قصاص شی او کچیری ملامت د نه طالب وی او نه د طالبانو خپلوان دا سړی باید په عامحضر کی قصاص شی.
    د شیخ ملا هیبت الله له ویناوو څخه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...