تاند ( شنبه د سلواغې ـ دلوې ۴مه) د کرکټ نړیوال جام ته په شمار اونۍ پاتې خو لا یې هم پر وړاندې شته جنجالونه پای ته نه دي رسېدلي.
تازه د پاکستان کرکټ بورډ پر بنګله دېش د ننګ هوډ کړی او پلان لري چې،له نړیوال جام سره بایکاټ یا پریکون وکړي.
دغه خبرونه رسنیو په خپلو راپورونو کې راخیستي دي.
د پاکستان د کرکټ بورډ مشر ویلي چې، دوی هم د بنګله دېش پر کرکټ بورډ ننګه کوي او غواړي له نړیوال جام سره بایکاټ وکړي.
ویل کېږي چې، بنګله دېش څو ورځې وړاندې د مستفیظ الرحمن پر سر د رامنځته شوې لانجې پر سر له نړیوال جام وویستل شو اوویل کېږي، سکاټلنډ یې پرځای نړیوال جام کې شامل شو.
د کرکټ شنونکي د بنګله دېش وروستی ضد د دوی لوی زیان یادوي. دوی ویلي چې، بنګله دېش له مادي او معنوي پلوه لوی زیان وکړ.
تازه د کرکټ نړیوالې شورا مشر جی شاه هم بیا بنګله دېش ته ګواښ کړی: « که هند ته نه ځئ، نو نړیوال جام هم درته نشته.»
د کرکټ شنونکي وایي، بنګله دېش د پاکستان خبره ومنله او اوس اړتیا ده چې پاکستان هم پر بنګله دېش ننګه وکړي.
شخړه له کومه ځایه پیل شوه:
هند له ای پي ایل څخه د بنګله دېش لوبغاړی مستفیظ الرحمن وویست او همدا لامل شو چې، بنګله دېش هم هند ته د نه ورتګ پرېکړه وکړه. پاکستان بیا له وړاندې له هند سره ښې اړیکې نه لري او ویل کېږی چې، پاکستان هم هڅه کوي له ځان سره ملګری او د هند ضد لوبډلې زیاتې کړي.
اوس وبه لیدل شي چې پاکستان ننګه کوي او که نه.