Homeخبرونهمسوولان: تېره میاشت شاوخوا ۱۱ نیم زره زېږون پاڼې وېشل شوي

مسوولان: تېره میاشت شاوخوا ۱۱ نیم زره زېږون پاڼې وېشل شوي

تاند (شنبه د سلواغې ـ دلوې ۴مه) د طالبانو د حکومت د احصائیې او معلوماتو ملي اداره وايي، د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په تېره مرغومي میاشت کې یې ۱۱ زره او ۴۶۰ کسانو ته زېږون پاڼې وېشلې دي.

دغي ادارې نن (شنبه) په یوه راپور کې ویلي، د یادو زېږون پاڼو له ډلې یې اته زره او ۱۸ لویانو او درې زره او ۴۴۲ یې کوچنیانو ته ورکړي دي.

سرچینه زیاتوي چې، تر ټولو ډېر یې په کابل، خوست، بلخ، ننګرهار او هرات کې وېشل شوي دي.

یادې ادارې همدارنګه ویلي چې، په یاده موده کيې یې دوه زره او ۴۶۰ کسانو ته د مړیني پارچې هم ورکړي دي.

خلک بیا د زیږون پاڼو د ترلاسه کولو پرمهال د ستونزو یادونه کوي.

دوی وایي، په اداراتو کې د ځنډ او بې ځایه ځورونو له امله ډېری ځوانان تذکرو اخیستو او خپلو کوچنیانو ته د زیږون پاڼو د اخیستو لپاره زړه نه ښه کوي.دوی هیله مندي ښیي چې، حکومت به دوی ته اسانتیاوې برابرې او د بې ځایه ځنډ مخه ونیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...