Homeخبرونه‏اریانا افغان شرکت ۲۰۲۵ کې ۳۸زره مسافر او ۳۹۶زره کیلوګرامه سوداګریز توکي...

‏اریانا افغان شرکت ۲۰۲۵ کې ۳۸زره مسافر او ۳۹۶زره کیلوګرامه سوداګریز توکي لېږدولي

تاند (شنبه د سلواغې ـ دلوې ۴مه) د اریانا افغان هوایي شرکت خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۵کال ډسمبر میاشت کې ۸نړیوالو سکټورونو ته مسافرین او سوداګریز مالونه انتقال کړي دي.

د یاد شرکت شمېرې ښيي، چې تېره میاشت کې ۳۸زره مسافرین او شاوخوا ۳۹۶زره کیلوګرامه سوداګریز توکي انتقال کړي.

په دغو نړیوالو سکټورونو کې نوی ډیلي، اسلام اباد، ارومچي، دوبۍ، استانبول، انقره، جده او مسکو شامل دي چې، یاد شرکت ورته انتقالات کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د سوداګریزو توکو د انتقال په موخه د اریانا افغان هوایي شرکت نوې کارګو الوتکه هم کابل ته ورسېده.

د مالوماتو له مخې دغه کارګو الوتکه په یو وخت ۱۶.۵ ټنه توکو د لېږد وړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...