تاند (شنبه د مرغومي ـ جدي ۴مه) د زدهکړو نړیواله ورځ؛ سږکال بیا په داسې مهال راځي چې، په افغانستان کې اوس هم میلیونونه افغان نجونې له زده کړو محرومې دي.
کابو پنځه کاله کېږي چې، طالبانو له شپږم صنف پورته د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه تړلې دي.
تازه د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند قاري منصور احمد حمزه د زدهکړو نړېوالې ورځې په مناسبت پیغام کې ویلي، یاد وزارت هڅه کوي، ټول هېواد کې ماشومانو ته د زدکړو زمینه برابره کړي.
حمزه ویلي، دا مهال هېواد کې ۱۳ میلیونه نجونې او هلکان په ښوونځيو او مدرسو کې په زدکړو بوخت دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې له دې ډلې ۷میلیونه ۵۳۳زرو زیات هلکان او ۵میلیونه ۳۹۱زرو زیاتې یې انجونې دي.
د پوهنې وزارت ویاند دغه راز ویلي، تېرو څلورو کلونو کې تر ۳۵۰۰زیاتو ښوونځیو او مدرسو ودانۍ ترمیم او بیارغول شوې او تر ۱۳۰۰زیاتو ښوونځیو او مدرسو ته نوې ودانۍ جوړې شوې دي.
حمزه په خپل پیغام کې ماشومانو ته د زده کړو د زمینې برابرولو ویلي او بیایې هم د هغو نجونو په تړاو چوپتیا خپله کړې چې، له زده کړو محرومې دي.
عام خلک او د افغان نجونې له تېرو څلورو کلونو راهیسې دا تمه لري چې، پر دوی به د طالبانو له لورې د زده کړو لګېدلی بندیز پای ومومي خو لا په دې برخه کې کومه هیله نشته.
د نظر خاوندان وایي، د زده کړو لپاره طالبان کوم دلیل هم نه لری، خو بیا یې هم د اسلام په نامه زده کړې بندې کړې دي.
دوی پر طالبانو غږ کوي چې، ژر پر افغان ښځو د زده کړو او کار بندیز پای ته ورسوي.
ټول درواغ وایی په خرپ سره مدرسې روانې دي ښوونځیو ته په بد نظر کتل کیږي. دا سوډران بیخي خبر نه یم د چا زامن دي سي داسي د جهالت پرده یې غوړولې؟ دوۍ خپلو نیکونو او اناګانو ته هم کفار وایی ! دغسي اسلام په ۱۵۰۰ کاله کې چا نه ده کارولی لکه هیبت ملا سوډر. پخپله ځانته څلور اورتې کوي. حتی دا جاهلان دا فکر نه کوي سي دده اورته به نر ډاکتر ګوري . 👎😭😔 ډیر د خوشینی ځای ده حتی د جنازې لپاره ماته زما یوه ملګري وویل ملا نه پیدا کیږي ټولو ددولت چوکۍ نیولې. خلکو ته په کرکه ګوري سلام ته یې وعلیک هم نه وایی الله تعالی یا ددوۍ له منځه ښه خلک واک ته ورسوي یا د یې الله تعالی تباه کړي 🤲.