تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۴ مه) په افغانستان کې د واورو او ورښتونو د وروستۍ څپې له کبله لږترلږه ۶۱ تنه مړه شوي او تر ۱۱۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
چارواکي وايي چې تر ۴۵۰ ډېر کورونه بشپړ ویجاړ شوي یا سخت زیانمن شوي دي.
د چهارشنبې او جمعې ترمنځ د واورو او ورښتونو له کبله لږترلږه ۱۱۰ تنه ټپیان شوي هم دي،
په وژل شویو کې ۶ ماشومان هم شامل دي چې په کندهار ولایت کې د کور چت پرې راولوېد.
د مړینو او تاوانونو دا شمېر د طالبانو تر کنټرول لاندې د پېښو د مدیریت ادارې نن (شنبې) اعلان کړ.
د دې ادارې ویندوی محمد یوسف حماد وویل چې په تېرو درو ورځو کې ۴۵۸ کورونه بشپړ یا څه نا څه وران شوي دي چې له کبله یې ۳۶۰ کورونۍ اغېزمنې شوې دي.
ده همداراز وویل چې په ډېرو ځایونو کې څاروي هم تلف شوي دي خو تراوسه پورې یې کره شمېر څرګند نه دی.
افغانستان ته څېرمه د خیبرپښتونخوا په شمالي سیمو کې هم د واورو او راشو له کبله لږترلږه ۹ تنه مړه شوي دي.
په افغانستان کې د وروستیو ورځو ورښتونو په تېره بیا واورې، په تیرو څو کلونو کې بې ساري بلل شوي دي.
د ژمي لومړۍ میاشت (جدې) نسبتاً وچه تېره شوه او د وچکالۍ په اړه یې د خلکو اندېښنې زیاتې کړې وې.
د سالنګ لویه لاره، تړل شوې ده.
همداراز، د پلازمېنې لوېدیځ ته د مرکزي بامیان ولایت په یوه غرنۍ دره کې هغو مسافرو ته خوراکي توکي ووېشل شول چې هلته بند پاتې شوي وو.
له ازبکستان څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا یو مزی د پنجشنبې په ورځ پرې شوی، چې له امله یې په ۱۲ ولایتونو کې کورنۍ له برېښنا بېبرخې شوې دي.
د افغانستان د برېښنا شرکت (DABS) ویاند محمد صادق وویل:
«تخنیکي ټیمونه چمتو دي، خو د سالنګ د کوتل د بندېدو له امله سیمې ته رسېدای نه شي.»
درنو واورو او بارانونو همداراز د هېواد په بېلابېلو برخو کې دوکانونه ویجاړ کړي دي.
د ملګرو ملتونو د وینا له مخې، د افغانستان د څه باندې ۴۰ میلیونه نفوس شاوخوا نیمايي به سږکال بشري مرستو ته اړتیا ولري، ځکه چې په وروستیو کلونو کې بهرنۍ مرستې په شدت کمې شوې دي.