لارې او سړکونه د سهولتونو او منزل ته د رسېدو لپاره مهمې وسیلې دي. خو کله چې دا لارې تنګې، ویجاړې، یا له خنډونو ډکې وي، نو لنډ سفر هم په یوه کوچنۍ جګړه اوړي. هغه لار یا سړک چې باید شل دقیقې وخت ونیسي، کله ناکله د بېروبار او ازدحام له امله یوه ساعت ته اوږدېږي، او هره دقیقه ځنډ یې د ورځني ژوند ستونزې او خنډونه لا پسې زیاتوي.
کله چې د ښار کوڅې د موټرو له هارنونو، د دودونو له لوخړو، د لارویانو له بې ترتیبه تګ راتګ، او د لوډسپیکرونو له شور او زوږه ډکې شي، نو ورځنی ژوند دومره تنګ، ستړی کوونکی او بېحوصلې کېږي چې ښار ته د تګ هیله مړاوې کوي.
په خواشینۍ سره، دلته حتی په لویو ښارونو کې هم خلک د ترافیکي نښو او لارښوونو د کمښت او د نظم د نشتوالي له ستونزې سره مخامخ دي. موټر چلوونکي ډېری وخت په نښو نه پوهېږي، او د ترافیکي قوانینو عملي کول یا خو نشته، او یا ورته قصدي پام نه کېږي. د سړکونو او لارو تنګوالی، له ګڼې ګوڼې ډکې کوڅې، او د ودانیو بدرنګ او ګډوډ جوړښتونه نه یوازې سفرونه ستونزمنوي، بلکې ذهنونه ستړي کوي او د خلکو ترمنځ اړیکې هم اغېزمنوي.
له دې امله ښارونه په فزیکي او رواني لحاظ له سختو کړاوونو ډک دي. هره ورځ خلک د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر ژوبلو سړکونو اوږدو لارو تګ راتک کوي، او دادې هرې ورځې کوچني خنډونه دي چې ژوند په لویو ستونزو بدلوي. د موټرو ترمنځ ناسم ترتیب، د پیاده تګ لپاره د خوندي لارو نشتوالی، او د ترافیکي نښو کمښت د سفر پر مهال ویره او عصبانیت زیاتوي.
په ښارونو کې ګډوډي یوازې فزیکي ستونزه نه ده، بلکې د یوې ټولنې، ادارې او د ژوند د عمومي نظم کمزوري هم په ګوته کوي. ښه پلان، جدي پام او سم مدیریت کولی شي د اوږدو سفرونو واټن راکم کړي، د خلکو ورځنی ژوند اسانه کړي، او د ښارونو تنګې لارې د انسانانو لپاره خوندي او منظمې کړي.
لیکوال: شاه زلمی
نېټه: ۲۰۲۶ د جنوري ۶مه