Homeخبرونهافغان نولس کلنې لوبډلې نړیوال جام په بریا پيل کړ

افغان نولس کلنې لوبډلې نړیوال جام په بریا پيل کړ

تاند ( جمعه د مرغومي ـ جدي ۲۶مه) د افغانستان نولس کلنې کم عمره ملي لوبډلې د نړیوال جام سیالیو پيل په بریا وکړ او سویلي افریقا ته یې ماته ورکړه.

په دغه لوبه کې افغان لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې سویلي افریقا ته د ۲۶۷ منډو هدف ورکړ.

افغانستان لپاره فیصل خان شینوزاده ۸۱، خالد احمدزي ۷۴ او په وروستیو کې عزیرخان ۵۱* ناسوځېدلې منډې وکړې.

سویلي افریقا ټاکل شوی هدف پوره نشو کړای او یوازې یې ۲۳۸ منډې وکړې او لوبه یې د ۲۸ منډو په توپیر افغانستان ته بایلوده.

خاطر ستانکزي او عبدالعزیز خان دوه-دوه او دغه راز نصرت الله نورستاني او حفیظ ځدراڼ یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

عزیرالله نیازی د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

افغان لوبډله راتلونکې یک شنبه خپله دوهمه لوبه کې د ویسټ انډیز پر وړاندې ترسره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...