تاند- له نن څخه ۸۲ کاله پخوا د ۱۹۴۲ کال د جنورۍ په ۱۷ مه د نړۍ نامتو بوکسر محمدعلي کیلې د متحدو ایالتونو د کینټاکي ایالت په لویزویل کې زېږېدلی دی.
د محمدعلي کیلې په اړه نور معلومات دلته ولولئ
له نن څخه ۲۰۰۲ کاله پخوا انګلیسي ژبې شاعره او ناول لیکواله ان برانتې ( Anne Brontë) د انګلیستان په یورکشایر کې وزېږېده.
دا د پاتریک او ماري شپږم اولاد وه.
ان برانتې د چارلوټ او ایمیلي برانتې خور وه.
دې په خپل لنډ خو ګټور ژوند کې د (“Agnes Grey” “Poems by Currer, Ellis and Acton Bell” “The Tenant of Wildfell Hall”) په شان مهم اثار وپنځول.
برانتې د ۱۸۴۹ د مې په ۲۸ مه د ۲۹ کلونو په عمر مړه شوه.