تاند- د بریتانیا د برمنګم ښار اوسېدونکي هغه مهال له وېرې او حیرانتیا سره مخامخ شول، کله چې د سختې واورې د اورېدو پر مهال، د شپې ناوخته د اسمان رنګ ناڅاپه تت ګلابي او سور شو. دې غیرمعمولي منظرې خلک اندېښمن کړل او په ټولنیزو رسنیو کې پوښتنې او اټکلونه پیل شول.
دا پېښه د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ ۸ مه) هغه وخت رامنځته شوه چې هوا ناببره بدله شوې وه، د زیاتې واورې له امله ترافیکي نظام اغېزمن شوی و، ګڼې لارې بندې شوې وې او خلک په جدي ستونزو اخته وو. په همدې حالاتو کې د اسمان غیرطبیعي رنګ خلکو ته لا ډېر وېرونکی شو.
ښاریانو سمدستي په خپلو موبایلونو ویډیوګانې او عکسونه واخیستل او په ټولنیزو شبکو کې یې خپاره کړل. په دغو تصویرونو کې د برمنګم پر اسمان خپور شوی ګلابي رنګ عجیب ښکارېده، چې لیدونکي یې حیران کړي وو.
په لومړیو کې دا اندېښنه موجوده وه چې ښايي دا منظره د کوم طبیعي آفت، واورین طوفان یا د هوا د غیرمعمولي بدلون پایله وي، خو لږ وروسته د کارپوهانو او رسنیزو راپورونو له مخې د دې اسرارناکې پېښې اصلي لامل روښانه شو.
د بي بي سي په شمول د بریتانیايي رسنیو د راپور له مخې، د تصویرونو له څېړنې څرګنده شوې چې دا ګلابي رڼا په برمنګم کې د فوټبال د لوبغالي د ګلابي ګروپونو (څراغونو) د رنګ انعکاس و او له همدې کبله دا رڼا یوازې د برمنګم تر ځینو ځانګړو سیمو پورې رالنډه وه او د بریتانیا په نورو ښارونو کې ورته منظره نه ده ثبت شوې.