Homeخبرونهد ایران ولسمشر اعتراض کوونکي ترهګر وبلل او په عین حال کې...

د ایران ولسمشر اعتراض کوونکي ترهګر وبلل او په عین حال کې یې وویل چې د هغوی ستونزې به حل کړي

تاند (دوشنبه، د مرغوميږ جدې ۲۲ مه) د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په خپل هیواد کې د وروستیو اعتراضونو په غبرګون کې ولس ته په وینا کې ویلي چې حکومت هڅه کوي ستونزې حل کړي او د خلکو ستونزې راکمې کړي.

ولسمشر پزشکیان ټینګار کړی چې هیڅ بهرني ته به اجازه ورنه کړي چې په ملت کې د نفاق تخم وکري، او ژمنه یې کړې چې د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره به هره ممکنه هڅه کوي.

پزشکیان د ټولنې له ټولو قشرونو غوښتي چې د ګډوډیو پر ضد ودرېږي، او زیاته کړې یې ده چې د امریکا ولسمشر باید په وینزویلا، غزې او نورو ځایونو کې د خپلو کړنو له امله وشرمېږي.

په ایران کې له کابو دوو اوونیو راهیسي پراخ لاریونونه او مظاهرې روانې دي او په ترڅ کې یې خلک د حکومت او نظام د بدلون غوښتنه کوي.

سره له دې چې د ایران امنیتي ځواکونو په تشدد هڅه کړې چې د مظاهرو مخه ونیسي او مظاهره چیان د امریکا او اسراییل عوامل وښيي خو داسي ښکاري چې دې مظاهرو  د ایران حکومت له جدي ننګونې سره مخامخ کړی دی.

د ولسمشر پزشکیان په وینا کې هم غذر او هم پټکې وې، له یوې خوا یې اعتراض کوونکو ته خبرداري ورکول او له بلې خوا یې د هغوی له کورنیو او مشرانو غوښتل چې خپلو اولادونو ته لارښوونه وکړي چې له اعتراضونو لاس واخلي.

ده له ایراني ولسه غوښتي چې د هېواد د ستونزو د حل لپاره یو موټی شي، او ویلي یې دي چې هېڅ وګړی دې ناامني نه خپروي او هېڅ انسان دې بل انسان نه وژني.

دا په داسي حال کې ده چې د ایران د حکومت مخالفې سرچینې ادعا کوي چې امنیتي ځواکونو سلګونه مظاهره چیان وژلي او سلګونه نور ټپیان کړي دي.

د ایران ولسمشر له خلکو غوښتنه کړې چې له «بلواګرو» ځان لرې وساتي، او ویلي یې دي چې حکومت د فساد د ریښو پر ضد جدي اقدامات کوي.

په ایران کې وروستي اعتراضونه د بد اقتصادي وضعیت او د ډالر او نورو اسعارو په وړاندې د ایراني ریالو د ارزښت د بې ساري ټیټېدو له کبله د تهران له بازاره پیل شول. دې اعتراضونو د ایران د اسلامي جمهوري نظام پښې په جدي ډول لړزولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...