جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهتخار کې د سرو زرو د کان کیندونکو او خلکو ترمنځ وسله...

تخار کې د سرو زرو د کان کیندونکو او خلکو ترمنځ وسله واله نښته شوې

تاند( سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۱۷) د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ومنله چې، د تخار په چاه آب ولسوالۍ کې د سرو زرو د یوه قراردادي شرکت او ځایي خلکو ترمنځ نښته شوې ده.

هغه نن سه شنبه په یوه غږیز کلیپ کې رسنیو ته ییلي چې، د یادې شخړي له امله ځاني او مالي زیانونه هم اوښتي دي.

افغان وايي، په دې اړه یو ټیم ټاکل شوی چې، تر تحقیقاتو وروسته به یې بشپړ جزئیات له رسنیو سره شریک کړي.

تخار او بدخشان په زیاته پیمانه د سرو زرو کانونه لري او په دې وروستیو کي په دغه ولایت کې د سرو زرو د کان کیندونکو شرکتونو او ځایي خلکو ترمنځ د نښتې راپورونه ډېر شوي دي.

بل لورته سیمه ییزو سرچینو ویل شوي چې،په نښتو کې تر اوسه شاوخوا ۵ کسان وژل شوي او تر لسو زیات ټپیان دي.

راپورونه وايي، چې د سیمې خلکو د طالبانو او بهرنیو شرکتونو د کان کیندنې له چارو او دوی ته د نه حق ورکړې له امله پراخ لاریونونه کړي دي.

2 COMMENTS

  1. چور دی طالبانو هیواد لوټ کړ او د ټول ملت ذخایر او منابع یې خرڅ کړل. دا خلک ددې خاورې د نابودۍ او بربادۍ لپاره راغلي.

  2. طالب جان په چور کې تر خپلو پلرو اشرارو کم نه ده. بس هر جاهل ته یې په لاس ورکړي تخنیکي خلک هلته نسته بس بدبخته افغانستان پنځوس کاله چور بې ثیرته کیږي د حرامي بچیانو د لاسه 😭😔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...