پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهکندهار کې د احمدشاه بابا د تاریخي کور د بیارغونې چارې بشپړې...

کندهار کې د احمدشاه بابا د تاریخي کور د بیارغونې چارې بشپړې شوې

تاند( سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۱۷مه) ‏د اطلاعاتو او کلتور وزارت په کندهار کې د اوسني افغانستان د بنسټ‌اېښودونکي او امپراطور احمد شاه بابا تاريخي کور د بيارغونې چارې بشپړې کړې.

د طالبانو د ياد وزارت د مسوولانو په وینا، د یادې ودانۍ د بيارغونې چارې د ۱۷.۵ ميليونه افغانيو په لګښت د دوو کلونو په موده کې بشپړې شوې.

د نظر خاوندان وایي، چې د دې پروژې بشپړېدل د کلتوري او تاريخي ميراثونو د خونديتوب په برخه کې مهم ګام دی.

مسوولان وايي، د احمد شاه بابا په کور کې یې د ګرځندویانو له پاره یو موزیم، تفریحي سیمه، د وسایطو تم ځای او ګڼې نورې اسانتیاوي هم برابرې کړې دي.

کندهار مېشتي هم دا یو ښه ګام بولي او وایي چې، په دې سره به کندهار ته د کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو راتګ نور هم زیات شي.

احمد خان ابدالي د کندهار له سدوزیو څخه ؤ، ده په ۱۷۲۲ ز کال پۀ هرات ولایت کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې.

تاریخ لیکي چې، وروسته له ۶۰۰ کلونو د پخواني خراسان پر کڼدوالو د افغانستان منځته را تلل او د يرغلګرو خوارزمشاهیانو، مغولانو، تيموريانو، د هند بابريانو، تيموريانو، ايراني صفويانو او پۀ ځانګړې توګه د نادر افشار هغه ظلمونه چې د خلکو لۀ سرونو څخه يې منارونه جوړول پۀ هر ځای کې و. هر ملي او با احساسه کس دې ته اړ کوي تر څو دې ستر انسان (احمد شاه بابا) ته د درناوي سر ټيټ او لۀ هغه څخه مننه وکړي، چې مونږ ته يې د افغانستان پۀ نامۀ هېواد پۀ ميراث پرېښود.

2 COMMENTS

  1. کولی شم تاسې ته یوه مقاله سنګه یو ګونګی زده کوونکی د کال په غوره ویاند واوښت ولیکم.
    دا کیسه یوه رښتینی کیسه ده چې د یوه ګونګي کس په ژوند راڅرخي که اجازه راکوی زه حاضر یم چې یاده مقاله ستاسو لپاره ترتیب کړم.0707998691 زما واتساپ دی

  2. سلامونه جوړ پخیر
    خدای وکه ښه به وئ،ژوند او چارې به مو پخیر وي.
    ډېره ښه موضوع مو انتخاب کړیده.
    غواړم د یوې موضوع په اړه تاسې ته یوه مقاله ولیکم اغه دا چې سنګه یو ګونکی د کال په غوره ویاند واوړېده.
    که ستاسو اجازه وي دا کیسه به مو بلها خوښه شي.
    دا کیسه یو حقیقت دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...