Homeخبرونهد کړکېچ دوام؛ بنګله دېش له BPL څخه هندۍ پرزېنټره وشړله

د کړکېچ دوام؛ بنګله دېش له BPL څخه هندۍ پرزېنټره وشړله

تاند ( سه شنبه د مرغومي – جدي ۱۶مه)  د بنګله دېش او هند ترمنځ د کرکټ په وروستۍ کړکېچ کې بنګله دېش له بي پي اېل څخه هندۍ پرزېنټره ریدماپټک وشړله.

بنګله دیشي رسنۍ وایي، چې د بنګله‌دېش کرکټ بورډ BCB د سه‌شنبې په ورځ دغه پرېکړه کړې ده.

هندۍ رسنۍ وایي چې سږني  BPL لپاره د وړاندې کوونکو نوې ډله معرفې شوې وه، چې پکې د پاکستان زینب عباس او د هند ریدماپټک هم شامل وو.
د تبصره‌کوونکو په ډله کې د پاکستان پخوانی لوبډلمشر او د PCB پخوانی مشر رمیز راجا او د انګلستان د کرکټ نومیالی ستوری ډېرن ګاف شامل وو.

خو د بنګله‌دېش او هند ترمنځ د وروستیو سیاسي ترینګلتیاوو وروسته، په BPL کې د ریدما ګډون پای ته ورسېد.

دا ګام وروسته له هغه واخیستل شو چې د کولکته نایټ رایډرز لوبډلې د جنورۍ په ۳مه نېټه، د (BCCI) د لارښوونو وروسته، مستفیظ الرحمن د آی‌پي‌اېل له سکواډه لرې کړ.

په غبرګون کې، د بنګله‌دېش کرکټ بورډ (BCB) بېړنۍ غونډه وکړه او د امنیتي اندېښنو له امله یې د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) ته خبر ورکړ چې، ښايي بنګله‌دېش ونه شي کولی د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام لپاره هند ته سفر وکړي.

بورډ همدارنګه غوښتنه کړې ده چې د بنګله‌دېش د نړیوال جام سیالۍ دې له هنده بهر لوبغالو ته ولېږدول شي.

بنګله دېش دغه راز د جنورۍ په ۵مه نېټه، په دغه هېواد کې د  آی‌پي‌اېل پر خپرېدو هم بندیز ولګوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...