تاند ( سه شنبه د مرغومي – جدي ۱۶مه) د طالبانو د حکومت ویاند دبیح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه په یوه تازه پوسټ کې د پاکستان د پوځ وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی.
هغه لیکلي، د پاکستان د پوځ ویاند وروستۍ تبصرې، چې د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې یې د افغانستان حکومتي او اجتماعي ساختار په اړه کړي دي، نه یوازې له واقعیت سره تړاو نلري؛ بلکې د یو مسوول پوځي موقف له معیارونو سره هم په ټکر کې دي.
مجاهد زیاته کړې، افغانستان د قوي امنیتي جوړښت او رهبرۍ لروونکی یو خپلواک او باثباته هېواد دی.
ذبیح الله مجاهد په صراحت سره ویلي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې څرګندونې او د ګواښ ژبه کارول افغان ملت ته هېڅکله د منلو وړ نه ده.
مجدهد زیاته کړې، دوی دا ډول غیرمسوولانه او تحریکوونکې څرګندونې په کلکو ټکو غندي.
هغه د پاکستان له اړوندو ادارو غوښتي چې د رسمي موقفونو له چوکاټه د وتلو او د افغانستان په اړه د بېمنطقه تبلیغاتو پر ځای د خپلو داخلي مسائلو په حل تمرکز وکړي.
د طالبانو حکومت ویاند څو ورځې وړاندې هم ویلي وو چې، دوی له پاکستان سره کوم مشکل نه لري او هغوی چې څه مشکل لري د خبرو له لارې باید حل شي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې وه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی د یوه لوري په ګټه هم نه دی.
د کابل او کندهار په ګډون د افغانستان ځینې سیمو کې د پاکستان هوايي بریدونو ته پر ډیورنډ کرښه د طالبانو ځواب پسې دواړو خواوو ته لارې تړلې دي.
که څه هم قطر، ترکیه او سعودي کې د دواړو لورو ترمنځ خبرې وشوې، خو کومه نتیجه یې ور نه کړه.