جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپروانه وزیر: د پاکستان استعماري ریاست، هېڅکله د پښتنو خیرخوا نه شي...

پروانه وزیر: د پاکستان استعماري ریاست، هېڅکله د پښتنو خیرخوا نه شي کېدای

تاند (سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۱۷مه) ‏د پښتون ژغورنې غورځنګ د جنوبي پښتونخوا صوبايي غړې، پروانه وزیر وايي، پښتانه له پاکستان سره هېڅ کله مینه نه شي درلودای، ځکه دوی وژني.

هغې پاکستانی ریاست یو ځل بیا په قبایلي سیمو کې پر ناامنیو، وژنو، د خلکو په لادرکه کولو او د پښتنو پر ملي او طبیعي سرچینو د چور او تالان له امله ننګولی دی.

نوموړې ټینګار کړی، چې پاکستان استعماري ریاست، هېڅکله د پښتنو خیرخوا نه شي کېدای.

هغې دا خبرې په یوه ناسته کې کړې دي.

د پي ټي ایم د غړو دا ناسته په اسلام آباد کې داسې مهال شوی، چې د پښتونخوا په ګڼو سیمو کې یو ځل بیا د پاکستاني پوځیانو عملیاتو زور اخیستی دی.

د دې ناستې د ګډونوالو په وینا په دغو عملیاتو کې بې ګناه پښتانه وژل کېږي.

1 COMMENT

  1. انحصار د قدرت ،نورو ته حق نه ورکول ،نورو ته سپک کتل ، هر څه ځان ته خوښول او نور محرومول ،نورو ته په ښو امر او ځان هیرول او نور جاهلی تعصبات ټول هغه مهلکات دی چي نن ورځ ټول بشریت یی ناکرار کړی او جاهل او غاصب اقلیتونه یی اصلی عوامل جوړوی ؛سړی یی وژنی،معادن یی غلا کوی ،تعلیم ته یی نه پریږدی، ځمکی یی غصبوی ؛ خو ددی ټولو ریښه جهالت ، غلطو تجربو،بد ذات او دون همتی ته ورګرځی کوم چي د سالم انسانیت او علم سره تړاو نلری او ټولنه تباه کوی بالاخره د ملتونو د عروج عوامل د جاهلو حکامو د لوبو لاندی لګد مال او ملت هیڅکله رفاه او عزت ته نه پریښودل کیږی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...