تاند ( سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۱۷مه) د افغانستان برېښنا شرکت وايي، نن به د کابل سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲ اعشاریه ۷۵ میګاواټه لمرېزې برېښنا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
یاد شرکت ویلي، دا دستګاه نږدې ۲۳ زره کورنیو ته برېښنا برابرولی شي او صنعتي او اقتصادي پرمختګ ته به لارهواره کړي.
افغانستان د اوبو، لمر، باد، ګاز، ډبرو سکرو او نورو طبیعي سرچېنو په مټ کولی شي د خپل مصرف څخه زیاته برېښنا تولید او ان نورو هېوادونو ته یې هم صادره کړي.
د لمریزې برېښنا دا پروژه داسې مهال بشپړېږۍ چې، پرون دوشنبه د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور، د ترکي شرکتونو مسؤلانو سره کتلي او په افغانستان کې یې د لمریزې برېښنا انرژۍ د تولید پروژو په برخه کې د پانګونې په هکله خبرې کړې دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې دغو شرکتونو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له ۱۰ تر ۱۰۰ میګاواټه په وړتیا د لمریزې برېښنا انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړې.
منصور یادو کسانو ته د هر ډول خوندیتوب ډاډ ورکړی او زیاته کړې ده، چې په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.