تاند ( سه شنبه د مرغومي – جدي ۱۶مه) د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ایران د وروستیو پېښو په پام کې نیولو سره خپلو وګړو ته سپارښتنه کوي، چې تر بلې خبرتیا ایران ته له غېر ضروري سفرونو ډډه وکړي.
په دې خبرداري کې ویل شوي، چې په اوسني وخت کې په ایران کې مېشت هندي وګړي او هغه کسان چې هنديالاصله دي، باید له هغو سیمو چې اعتراضونه یا غونډې پهکې کېږي ډډه وکړي، تر خپله وسه ډېر احتیاط وکړي او په دوامداره توګه په تهران کې د هند سفارت رسمي وېبپاڼه او ټولنیزې شبکې تعقیب کړي.
هند داسې مهال دا خبرداری ورکوي چې، د بشري حقونو وېبپاڼې «هرانا» د دوشنبې په ماښام (د مرغومي ۱۵مه) راپور ورکړی، چې په ایران کې د تېرو ۹ ورځو سراسري اعتراضونه د هېواد ۲۷ ولایتونو، ۸۸ ښارونو او ۲۵۷ سیمو ته غځېدلي دي.

سرچینې ویلي چې، دغه راز په بېلابېلو ښارونو کې د نیول شویو لاریون کوونکو شمېر ۱۲۰۳ تنو ته رسېدلی دی.
د بشري حقونو د دغې ادارې د تازه معلوماتو پر بنسټ، په یادو څو ورځو کې لږ تر لږه ۲۹ تنه معترضین د اعتراضونو پر مهال وژل شوي دي.
اخوا بیا د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، که څه هم امریکا مخکې د ایران د اټومي تاسیساتو پر ضد اقدامات کړي، خو چین د نړۍوالو متحدینو لپاره د قوي امنیتي تضمینونو پر ځای یوازې په خپلو بهرنیو چارو کې د همکارۍ جوړولو هڅه کوي.

لین جیان هیله ښودلې چې، د ایران حکومت او خلک وکولی شي پر روانو ستونزو بریالي شي او خپل ملي ثبات وساتي.
لین جیان زیاته کړې چې، چین تل د ایران کورنیو چارو کې د بهرنیو لاسوهنو مخالف دی او له ټولو خواوو غواړي چې داسې ګامونه واخلي ترڅو د منځني ختیځ د سولې او ثبات ملاتړ وکړي.