پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهواټس آپ کې نوی پرمختګ؛ اسناد په څو ثانیوکې سکن او ولېږئ

واټس آپ کې نوی پرمختګ؛ اسناد په څو ثانیوکې سکن او ولېږئ

تاند ( سه شنبه د مرغومي – جدي ۱۶مه)  واټسآپ چې د نړۍ تر ټولو مشهور د پیغام لېږد پلیټفارم دی، هره ورځ د میلیاردونو خلکو له‌خوا د پیغامونو، انځورونو، ویډیوګانو او اسنادو د شریکولو لپاره کارول کېږي.

د وخت په تېرېدو سره، دې اپلېکېشن پرله‌پسې نوې ځانګړنې زیاتې کړې دي؛ څو اړیکې لا چټکې او اسانه کړي.

له دغو ځانګړنو څخه یوه، چې مخکې یوازې د iOS کاروونکو لپاره وه، اوس د اندراېډ لپاره هم برابره شوې ده.

په دې ځانګړنه کې کاروونکي کولی شي اسناد مستقیم له اپلېکېشن څخه سکن کړي او سمدستي یې مقابل لوري ته ولېږي.

په دې ځانګړنه کې اوس د واټس آپ کاروونکي په آسانه ډول کولی شي اسناد ولېږدوي.

د اندراېډ کاروونکو لپاره د اسنادو شریکول پخوا له څو پړاوونو تېرېده، کاروونکو ډېری وخت د سکن لپاره درېيم اپلېکېشن څخه کار اخیست، یا به یې انځورونه اخیستل او د لېږلو نه مخکې به یې سمول.

د واټس‌اپ نوې ځانګړنه دا بهیر ساده کوي، ځکه چې د اسنادو د شریکولو مېنو کې یې د سکین اسانتیا هم ور زیاته کړې ده.

اوس د اندراېډ کاروونکي کولی شي په هر چټ کې د اسنادو مېنو پرانیزي او د Scan   وټاکي.

دا کار د موبایل کېمره فعالوي او کاروونکو ته اجازه ورکوي چې له واټس‌اپ څخه وتلو پرته لوړ کیفیت سکین واخلي.

له سکین وروسته، کاروونکي کولی شي سند وګوري، پکې بدلونونه راولي او په مستقیم ډول یې انفرادي یا ډله‌ییزو چټونو ته ولېږي.

د اندراېډ کاروونکو لپاره یې ګټې:
د سکن نوې ځانګړنه یوه عامه ستونزه حل کوي. په دې ځانګړنه کې اسناد په چټک او لوستلو وړ بڼه شریک کېږي.

که یو لاسلیک شوی فورم خپل کوم همکار ته لېږئ او که د کورنۍ له غړو ته، دا بهیر اوس لا ګړندی او اسانه شوی دی.

پخوا د اندراېډ کاروونکي اړ وو چې د سکن لپاره جلا اپلېکېشنونه وکاروي، چې دا به ډېر وخت‌ نیوونکی او ستړی کوونکی و.

د دې ځانګړنې معرفي کېدل د کار خنډونه کموي او د کارونې اسانتیا زیاتوي.

ده کمپني وایي، د چټ انترفېس دننه د سکن اسانتیا ورګډول د واټس‌اپ رول لا پیاوړی کوي، ځکه دا اپلېکېشن د اړیکو لپاره  (one-stop) وسیله ګرځي.

کاروونکي نور اړتیا نه لري چې د اسنادو د شریکولو لپاره څو اپلېکېشنونه یو ځای وکاروي، چې دا کار هم په شخصي او هم په مسلکي چاپېریال کې موثریت زیاتوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...