Homeخبرونهاقتصادي خبرونههرات کې د صنعتي فعالیتونو پراختیا؛ ۳۵۰ نوې فابریکې پکې فعالې شوي

هرات کې د صنعتي فعالیتونو پراختیا؛ ۳۵۰ نوې فابریکې پکې فعالې شوي

تاند ( سه شنبه د مرغومي – جدي ۱۶مه)  هرات ولایت کې د ۲۰۲۵ میلاديکال پر مهال لسګونه نوې تولیدي کارخونو خپل عملي فعالیت پیل کړی دی.

د هرات د ولایت ویاند، محمد یوسف سعیدي، پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې یوازې د تېر کال په اوږدو کې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې شاوخوا ۳۵۰ لویې او کوچنۍ تولیدي فابریکې فعالې شوې دي.

نوموړي له صنعت‌کارانو ملاتړ، د پانګه‌والو لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرول او د جوازونو د ورکړې بهیر اسانه کېدل د دې ودې مهم لاملونه بللي دي.

طالب چارواکي وایي، له ایران او پاکستان څخه د زرګونو افغان کډوالو جبري ستنېدنه هم د پانګونې پر بهیر اغېز کړی دی.

د دوی په وینا، ډېری راستانه شوي افغانان د کاري او سوداګریزو تجربو ترڅنګ هېواد  ته  ګڼې پانګې هم له ځان سره راوړي چې همدې چارې د تولیدي سکټور د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړې ده.

د هرات د صنعتي ښارګوټي مسوولان وایي، نوې فابریکې د خوراکي توکو تولید، ساختماني موادو، درملو، بسته‌بندۍ او سپکو صنعتونو برخه کې فعالیت کوي.

د دوی په وینا، دا کارخونې نه یوازې د کورني تولید کچه لوړه کړې، بلکې د وارداتو د کموالي او د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لامل هم شوې دي.

د راپورونو له مخې، د دغو فابریکو فعالیت د سلګونو کسانو لپاره د کار زمینه برابره کړې ده.

 ډېری ځوانان چې پخوا بې‌روزګاره وو، اوس په دغو تولیدي مرکزونو کې پر کار بوخت دي. ځینې کارکوونکي وایي، که صنعتي ملاتړ دوام ومومي، د کار فرصتونه به نور هم زیات شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...