تاند (دسې شنبه، د مرغومي/ جدې ۱۶ مه) په نېچر کمونیکېشن Nature Communications نړیواله علمي مجله خپره شوې نوې څېړنه ښيي چې ساینسپوهانو یو داسې جین پېژندلی دی چې د ۲ ټایپ یا ډول شکر (قند) په رامنځته کېدو او شدت کې اساسي رول لري.
د متخصصانو په وینا، دا موندنه کولی شي په راتلونکي کې د شکر ناروغانو لپاره د لا اغېزمنې او اساسي درملنې لاره هواره کړي.
د څېړنې له مخې، د SMOC1 په نوم جین د پانقراس په هغو حجرو اغېز کوي چې د وینې د شکر کچه تنظیموي. کله چې د دې جین فعالیت زیات شي، نو د انسولین تولیدوونکې بېټا حجرې خپله اصلي پېژندنه له لاسه ورکوي او د الفا حجرو په څېر چلند پیلوي.
متخصصان وايي، د دې بدلون په پایله کې بېټا حجرې د انسولین پر ځای ګلوکاګون تولیدوي، چې دا چاره د وینې د شکر کچه لوړوي او د ناروغۍ نښې لا پسې شدیدوي.
په څېړنه کې ویل شوي چې په سالمو کسانو کې بېټا او الفا حجرې په ګډه د وینې د شکر توازن ساتي، خو د ۲ ډول شکر په ناروغانو کې دا سیستم ګډوډېږي، چې له امله یې د انسولین کمښت او د ګلوکاګون زیاتوالی رامنځته کېږي.
څېړونکي ټینګار کوي چې که د دې جین د بهیر د کنټرول لارې وموندل شي، نو داسې درملنې به ممکنې شي چې یوازې د ناروغۍ نښې نه، بلکې د هغې ریښه په نښه کړي. د متخصصانو په اند، دا موندنه د ۲ ټایپ ذیابیطس د درملنې په برخه کې یو مهم پړاو بلل کېدای شي.