پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهیونسیف وايي، د کونړ زلزله ځپلي په سختو شرایطو کې شپې سبا...

یونسیف وايي، د کونړ زلزله ځپلي په سختو شرایطو کې شپې سبا کوي

تاند (د مرغومي/ جدې ۱۶ مه) د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونیسف) ویلي، هغه کورنۍ چې تېر کال د کونړ ولایت په زلزله کې یې کورونه ویجاړ شوی، له سختو ستونزو سره مخامخ دي او د ژمي په سړه هوا کې تر صفر څخه په ټیټه درجه کې شپې تېروي.

یونیسف د یکشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې په یوه پیغام کې ولیکل: «په تېره یوه اوونۍ کې، د ژمنیو جامو ۱٬۷۷۵ بستې او ۳٬۵۵۰ کمپلې وېشل شوې دي، څو ماشومان د سختې یخنۍ پر وړاندې خوندي شي.»

پنځه میاشتې وړاندې د ریښار په کچه ۶ درجې زلزلې د افغانستان کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونه ولړزول. دا له ۱۹۹۸ کال راهیسې د افغانستان تر ټولو مرګونې زلزله وه، چې نژدې دوه زره کسان یې ووژل او شاوخوا څلور زره نور یې ټپیان کړل. تر شپږ زره زیات کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شول او ۲٬۰۰۰ نور کورونه سخت زیانمن شول.

ډېرې بې‌ځایه شوې کورنۍ لا هم په موقتي سرپناه‌وو یا په خلاصه فضا کې ژوند کوي او د یخنۍ په سختو شرایطو کې د ژوندي پاتې کېدو هڅه کوي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې په دې ولایتونو کې د کورونو، ښوونځیو او لومړنیو خدمتونو د بیا رغونې لپاره ۱۲۸ میلیون ډالرو ته اړتیا ده او د دې سیمو لپاره یې د بیا رغونې درې کلن پروګرام په پام کې نیولی دی.

ملګروملتو د دې سیمو د بیا رغونې د ملاتړ لپاره د نړیوالو مرستو غوښتنه کړې ده.

افغانستان په وروستیو کلونو کې د څو مرګونو زلزلو شاهد پاتې شوی دی. د تېر کال په نوومبر کې، د هېواد په شمالي ولایتونو کې یوې زلزلې لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل او نژدې زر تنه یې ټپیان کړل. دغو طبیعي پېښو په هېواد کې له مخکې موجود بشري بحران لا پسې سخت کړی دی.

د ملګرو ملتونو د وینا له مخې، د افغانستان نژدې نیم نفوس، شاوخوا ۲۲ میلیونه کسان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، په ۲۰۲۶ کال کې به بشري مرستو ته اړتیا ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...