پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد اروپا د کوچنیو سیاحتي سیمو اوسېدونکي ولې له سیلانیانو بېزاره دي؟

د اروپا د کوچنیو سیاحتي سیمو اوسېدونکي ولې له سیلانیانو بېزاره دي؟

تاند (سې شنبه، د مرغومي/ جدې ۱۶ مه) د اروپا په یو شمېر خورا ښکلو سیمو کې ځايي اوسیدونکي له سیلانیانو پکو شوي دي.

دغو وړو کلیو ته، چې ویدیوګانې او عکسونه یې د انسټاګرام په شمول په خواله رسنیو کې ډېر مشهور شوي، ګرځندویان د نورو ځایونو په شان مالي ګټه نه رسويو یوازې ورځې، عکسونه او ویدیوګانې پکې اخلي او بیا په خپله مخه ځي.

دا کار د دغو سیمو پر سرچینو او د خلکو پر ورځني ژوند فشار زیاتوي.

د اتریش هالشتات، د الپ د غرونو هغه کلی چې د خپلې افسانوي ښکلا قرباني شوی

د الپ په غرونو کې دا وړوکی کلی، هالشتات، چې د هالشتات–داخشتاین/سالزکامرګوت د کلتوري منظرې برخه ده او د یونیسکو د نړیوال میراث په لېست کې شامل دی، د خپلې بې‌سارې طبیعي ښکلا او د مالګې د استخراج د تاریخ له امله شهرت لري.

ډېری خلک باور لري چې دا کلی د «فروزن» انیمېشن د آرندل پاچاهۍ الهام‌بښونکی و؛ خو نن سبا زرګونه سیلانیان یې سیل ته ور روان دي.

سره له دې چې د کلي نفوس یوازې له ۷۰۰ تر ۸۰۰ کسانو پورې دی، خو دا کلی هره ورځ تر ۱۰ زرو پورې ګرځندویان جذبوي. د هغوی ډېری یوازې د جهیل پر غاړه د هغو منظرو د لیدو لپاره راځي چې په انسټاګرام کې د شریکولو وړ وي، او زیاتره یوازې د څو عکسونو د اخیستو لپاره یو ورځنی سفر کوي؛ بې له دې چې شپه پاتې شي یا په سیمه کې په خوړو یا بل شي پیسې ولګوي.

کله ناکله سلګونه سیاحتي بسونه او موټرونه د کلي تنګې لارې بندوي، چې د پراخ ترافیکي مدیریت اړتیا رامنځته کوي. دې حالت د خلکو ورځنی ژوند سخت ګډوډ کړی؛ څنګلارې (پیاده رو) د خلکو له ګڼې ګوڼې بند وي، پرله‌پسې شورماشور وي او آن ځینې کسان د عکس اخیستو لپاره شخصي ملکیتونو ته ننوځي، ګڼې ګوڼې بند وي، پرله‌پسې شورماشور وي او آن ځینې کسان د عکس اخیستو لپاره شخصي ملکیتونو ته ننوځي، او د هغو لوحو خیال نه ساتي چې پرې لیکل شوي. چې چوپتیا رعایت کړي او د خلکو شخصي ځایونو ته مه ننوځئ.

د دې وضعیت پر وړاندې، د اوسېدونکو اعتراضونه ورځ تر بلې زیاتېږي.

د هاشتات ښاروالي د سیلانیانو د کمولو لپاره سړکونه بندوي او ځینو ځایونو ته تګ منع کوي. د موټرو او سیاحتي بسونو لپاره هم محدودیتونه ټاکل شوي، خو سره له دې تدابیرو، د سیمې ظرفیتونه بیا هم ډېر وخت اعظمي حد ته رسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...