پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپه جرمني کې په ۲۰۲۵ کال د پناه غوښتنې کمې شوي

په جرمني کې په ۲۰۲۵ کال د پناه غوښتنې کمې شوي

تاند (سز شنبهو د مرغومي/ جدې ۱۶ مه) د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د پناه غوښتنو د شمېر کمېدو ته دوام ورکړی، او له ۱۱۳ زرو څخه زیاتو کسانو په لومړي ځل د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه سپارلي دي.

د چارواکو په وینا، دا شمېر د ۲۰۲۴ کال پرتله نژدې ۵۰ سلنه کموالی ښيي، چې د وروستیو کلونو د کډوالۍ له سخت فشار څخه یو څرګند بدلون بلل کېږي.

د یکشنبې په ورځ د خپرو شویو رسمي معلوماتو له مخې، د پناه ټولو غوښتنلیکونو شمېر ـ چې پکې تکراري او تعقیبي غوښتنې هم شاملې دي ـ ۱۶۸ زره او ۵۴۳ ته رسېدلی، چې د ۲۰۲۳ کال پرتله ۳۳ سلنه کموالی ښيي.

جرمني چارواکو دا کموالی تر ډېره د کډوالۍ د سختو پالیسیو، د پولې د کنټرول پیاوړتیا او له ګاونډیو اروپايي هېوادونو سره د نژدې همغږۍ پایله بللې ده.

د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندت وویل، حکومت د کډوالۍ په برخه کې «روښانه او منسجمه» تګلاره غوره کړې او ټینګار یې وکړ چې هغه کسان چې د خوندیتوب حق نه لري، باید جرمني ته داخل نه شي.

له سوریې، افغانستان او اوکراین څخه د شخړو له امله جرمني ته کډوالي زیاته شوې وه، چې د پناه غوښتنې پر سیستم، د استوګنې پر امکاناتو او د ځایي حکومتونو پر وړتیاوو یې سخت فشار راوړی و.

جرمني د اوږدې مودې لپاره په اروپا کې د پناه غوښتونکو تر ټولو ستر منزل و، خو د سیاسي فشارونو زیاتېدو برلین اړ کړ چې د دغه هیواد ته د ورتګ قوانین سخت کړي او د شړلو (ډیپورټ) پروسې چټکې کړي.

شنونکي همداراز په ټوله اروپا کې د سرحدي کنټرولونو سختېدو، په سوریه کې د اسد د حکومت نسکورېدو، او د ایټالیا د کډوالۍ د سختو تدابیرو یادونه کوي چې شمالي اروپا ته د تګ لارې یې محدودې کړې دي.

جرمني چارواکو تایید کړې چې تېر کال شاوخوا ۲۰ سلنه دیپورتونه زیات شوي، چې دا د رد شویو پناه غوښتنو د چټک پروسس او د بېرته ستنولو د دوه‌اړخیزو تړونونو د پراخېدو پایله ده.

شنونکي وايي، که څه هم دا کموالی پر عامه خدماتو فشار کموي، خو کډوالي به تر راتلونکو ټاکنو مخکې لا هم یوه مهمه سیاسي موضوع پاتې شي، ځکه چې د کاري ځواک د کمښت او بشري مسوولیتونو په اړه بحثونه لا روان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...