تاند- الله رکها رحمان (د ۱۹۶۶ د جنوري په ۶ مه زیږیدلی) د هند یو مشهور مسلمان د موسیقۍ تولیدوونکی، د فلمي سندرو کمپوزر، موسیقۍ غږوونکی، او سندرغاړی دی.
ژوند
دی په مدراس کې (اوسنی چینای) کې زېږېدلی. د ده والدین چې د هندو مذهب پیروان وو، د هغه نوم په تذکره کې “دیلیپ کومار” ایښی و.
رحمان په ځوانۍ کې له هندو مذهب څخه اسلام ته واوښت او خپل نوم یې په “الله رکها رحمان” بدل کړ، چې معنا یې ده: “خدای دې رحمان ته برکت ورکړي.”
رحمان په شپاړس کلنۍ کې له زدهکړو لاس واخیست او د خپل پلار په لار روان شو. هغه خپل ټول وخت د موسیقۍ په غږولو ولګاوه او د جنوبي هند د مشهوره کمپوزر ایلایاراجا په پروژو کې یې ونډه واخیسته.
خو ژر د دې ژوند له تکراري حالت یا یکنواختۍ ستړی شو او د یوه همکار په مشوره یې د تلویزیوني اعلانونو د موسیقۍ کمپوز کولو هڅه وکړه.
هغه خپله مسلکي دنده د فلمي موسیقۍ په برخه کې د ۱۹۹۰مې لسیزې په لومړیو کې پیل کړه.
بریاوې
رحمان د هند او نړۍ په فلمي صنعت کې له شاوخوا لسو کلونو فعاله کار وروسته د فلمي موسیقۍ تر ۱۰۰ میلیونه زیات کسټونه او ۲۰۰ میلیونه نور کسټونه پلورلي دي.
د دې کارونو پایله دا شوه چې هغه د نړۍ د موسیقي هنرمندانو په هغه ډله کې شامل شي چې اثار یې تر ټولو ډېر پلورل شوي دي.
تایم مجلې په ۲۰۰۹ کال کې هغه د نړۍ د ۱۰۰ اغېزمنو شخصیتونو په نوملړ کې شامل کړ. دی د هند په موزارت هم مشهوره شوی دی.
جایزې
الله رکها رحمان ګڼ شمېر جایزې ګټلي دي، چې پکې دا شاملې دي:
- د هند څلور ملي فلمي جایزې.
- یوه د بفتا جایزه.
- یوه د ګولډن ګلوب جایزه.
- دوه د اسکار جایزې.
په ۱۹۹۵ کال کې هغه د موسیقۍ په برخه کې د خپلې هنري ونډې لپاره د “موریس ملي جایزه” او د “مالیزیا جایزه” ترلاسه کړه.
هغه د هندي او تلګو (ژبې) فلمونو لپاره د غوره موسیقۍ په خاطر د ۶ نورو جایزو ترڅنګ ۱۵ د فلم فیر جایزې هم ګټلي دي.
په ۲۰۰۶ کال کې هغه د نړۍ په کچه د غوره موسیقۍ د اجرا لپاره د ستانفورډ پوهنتون یوه ځانګړې جایزه ترلاسه کړه.
د موسیقۍ د پرمختګ لیوالتیا
د هغه نژدې ملګری سمیر سحاب وايي چې رحمان جایزو ته نه بلکې د موسیقۍ تنوع او پرمختګ ته ډېر ارزښت ورکوي.