تاند ( دوشنبه د مرغومي – جدي ۱۵مه) بنګلهدېش له آی پی اېل څخه د مستفیظ الرحمن د ویستلو په غبرګون کې په دغه هېواد کې د هند غوره لیګ لوبو پر نشر بندیز ولګاوه.
دا پرېکړه د بنګلهدېش حکومت د ملي ګټو په نامه کړې ده.
د بنګله دېش د آطلاعاتو او نشراتو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د مستفیظ الرحمن د ایستلو په تړاو هېڅ دلیل نه دی اعلان شوی، چې دغې موضوع د بنګله دېش خلک له اندېښنو سره مخ کړي دي.
خبرپاڼه کاږي چې، دغه پرېکړه د ملي ګټو پر اساس نیول شوې ده.
له ۲۰۰۸ کال راهیسې، د ټلویزیوني چینلونو او انلاین خپرندویو پلیټفارمونو له لارې آیپياېل په بنګلهدېش کې خپرېده.
دا لومړی ځل دی چې د بنګلهدېش حکومت د یو نړیوال کرکټ ټورنمنټ خپرونه بندوي.
دا لانجه ولې رامنځته شوه؟

کولکته نایټ رایډرز (KKR) لوبډله، چې مستفیظالرحمان یې د ډسمبر په میاشت کې د آیپياېل په لیلام کې اخیستی و، د (BCCI) د لارښوونې له مخې هغه له لوبډلې وویست.
بيسيسياېي د دې پرېکړې لپاره کوم مشخص دلیل وړاندې نکړ؛ د دې ادارې منشي دیواجیت سایکیا یوازې د «وروستیو پرمختګونو» یادونه وکړه او نور جزئیات یې ورنه کړل.
تر دې پرېکړې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پسې خرابې شوې دي.
دوه ورځې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې، بنګله دېش نه غواړي راتلونکي نړیوال جام کې هند ته ولاړه شي او هڅه کې ده چې، د خپلو لوبو ځایونه بدل کړي.
د کرکټ نړیوالې شورا تر اوسه د بنګله دېش دغې غوښتنې ته چې د لوبو هېواد بدل کړي کوم ځواب نه دی ویلی.
د اصلي مهالوېش له مخې، بنګلهدېش به د فبرورۍ په ۷مه نېټه په کولکته کې د اېډن ګارډنز په لوبغالي کې د وېسټ انډیز پر وړاندې خپله سیالي پیل کړي.